ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا د امنيه قومندان په ملاتړ لاريون وشو

د کاپيسا د امنيه قومندان په ملاتړ لاريون وشو

author avatar
5 Sep 2016 - 17:31
د کاپيسا د امنيه قومندان په ملاتړ لاريون وشو
author avatar
5 Sep 2016 - 17:31

محمود راقي (پژواک، ١٥ وږى ٩٥): د کاپيسا د لرې کړل شوي امنيه قوماندان په ملاتړ سلګونو کسانو لاريون وکړ.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار سيد ذاکر هاشمي د وږي په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمد فهيم قايم د کورنيو چارو وزارت ته غوښتل شوى دى.

خو هغه وويل، دا لا معلومه نه ده چې دنده يې ځنډول شوې او که ګوښه شوى دى.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري هم وايي، دوى خبر شوي چې امنيه قوماندان د کورنيو چارو وزارت ته غوښتل شوى، خو تر اوسه دوى ته په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي.

بلخوا د دې ولايت سلګونو اوسېدونکو  د امنيه قوماندان په ملاتړ لاريون وکړ او د محمود راقي او پروان لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

د لاريون يو تن ګډونوال اميرګل پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې فهيم قايم دلته امنيه قوماندان ټاکل شوى، امنيت ښه شوى او خلک ترې خوشحاله دي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې هغه په همدې دنده کې وساتي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.