ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مومند: حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی

مومند: حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی

author avatar
5 Sep 2016 - 18:36
مومند: حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی
author avatar
5 Sep 2016 - 18:36

جلال اباد (پژواک ۱۵ وږی ۹۵) : په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي د ملي یووالي په حکومت نیوکه وکړه، چې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او د ولس د ستونزو د حل لپاره یې هیڅ ګام نه دی پورته کړی.

فریدون مومند د زمري په ۱۵ مه په خپل کور کې د ننګرهار یو شمیر قومي مشرانو سره په ګډه غونډه کې دا څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه، چې حکومت باید په دغه برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

فریدون مومند وايي، هر کله چې ولسونه ورسره خپلې ستونزې شریکوي او دوی یې د حل په موخه ولایتي چارواکو سره شریکوي؛ نو هغوی ورته د مرکزي دولت یادونه کوي؛ خو برعکس بیا مرکزي دولت ورته د ولایتي ادارې خبره کوي.

مومند زیاته کړه: ((موږ حیران یو چې  د خپلو ولسونو ستونزې له چار سره شریکې کړو، نه مرکزي دولت او نه هم ولایتي ادارې راته مثبت ځواب راکړی دی.))

د ولسي جرګې یاد غړی وايي، چې نن یې په همدې موخه ولسونه راټول کړي، چې له هغوی سره په ګډه یوه پریکړه وکړي، چې څنګه کولی شي، چې خپلې ستونزې د چارواکو تر غوږو ورسوي او حل لارې ورته پیدا کړي.

هغه وویل: ((په دې اړه به زموږ مشورې دوام لري او وروسته به خپله پریکړه له رسنیو سره شریکه کړو.))

دا په داسې حال کې ده، چې نن د حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د وزیرانو شورا په غونډه کې ومنله، چې د ملي یووالي حکومت په خپله تیره دوه کلنه دوره کې د ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلى دی.

عبدالله دغه راز یادونه کړې، چې راتلونکي درې کاله هغه کلونه دي چې د افغانستان اصلي بنسټ جوړېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.