ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود: له اوسني وضعيت څخه د وتلو لپاره بايد ټول په يوه سياسي محور راټول شي

مسعود: له اوسني وضعيت څخه د وتلو لپاره بايد ټول په يوه سياسي محور راټول شي

author avatar
6 Sep 2016 - 19:29
مسعود: له اوسني وضعيت څخه د وتلو لپاره بايد ټول په يوه سياسي محور راټول شي
author avatar
6 Sep 2016 - 19:29

کابل (پژواک ١٦ وږى ٩٥): د ولسمشر ځانګړى استازى وايي، د امنيتي بنسټونو ډېرى چارواکي متخصص نه دي او د سياسي او قومي اړيکو پر بنسټ ټاکل شوي، چې له امله يې خلک هره ورځ زيان ويني.

د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړى استازى احمدضياء  مسعود، نن په هغې ناسته کې چې د شهيد اونۍ په موخه رابلل شوې وه، وويل چې افغانستان اوسمهال د ترهګرۍ له نړيوالې په جګړې کې دى، نو نه بايد چې امنيتي ځواکونه په دا ډول حالاتو کې د سياست ښکار او قومي بڼه خپله کړي.

هغه زياته کړه: "په خپلو سترګو وينو چې هره ورځ يوه پېښه کېږي، کله چې مطالعه کېږي، نو معلوميږي کوم کسان چې په هېواد کې د امنيتي بنسټونو د مشري مسووليت پر غاړه لري؛ له بده مرغه ډېرى يې په خپلو برخو کې تخصص نه لري، بلکې د سياسي او قومي اړيکو له مخې راغلې، چې خلک يې هر ورځ زيان ويني."

مسعود د دې خبرې په څرګندولو سره چې په اوسنيو شرايطو کې په امنيتي بنسټونو کې دا ډول سياسي او قومي اړيکې، افغانانو ته د منلو نه دي؛ وويل چې د هېواد امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى او د دا ډول وضعيت دوام خلکو ته د منلو وړ نه دى.

د ولسمشر ځانګړي استازي وويل، پاکستان اوس هم په افغانستان کې خپلو پوځي لاسوهنو ته دوام ورکوي او له اوسني وضعيت څخه د وتو او د امنيت او ثبات ټينګښت ته رسېدو لپاره بايد په خلکو کې ملي او ديني انګېزه رامنځته شي او ټول خلک په يوې واحدې مفکورې سره راټول شي.

ولسي جرګه کې د خلکو استازي حفيظ منصور د يوې پوښتنې په مطرح کولو سره چې د ملي يووالي حکومت مشران ولې په ډنډ کې بند پاتې شوي؟ وويل چې ياد مشران درواغ وايي، د هغه کار ژمنه کوي، چې کولى يې نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.