زرنج ښار(پژواک، ١٧ وږى ٩٥): په نيمروز ولايت کې ځايي چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو د دغه ولايت پر خاشرو ولسوالۍ پراخ بريدونه پيل کړي او سخته نښته روانه ده.
د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار له دوو خواوو له امنيتي ځواکونو سره د نښتې تر څنګ، د ولسوالۍ پر مرکز سخت راکټي بريدونه پيل کړي دي.
هغه زياته کړه: ((د خاشرود ولسوالۍ کې د څو راکټونو لګېدو له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او ١١ نور ټپيان شوي چې د يوه پنځه کلن ماشوم روغتيايي وضعيت په کې نازک ښودل شوى دى.))
د خاشرود ولسوال وويل چې تر اوسه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.
يوه امنيتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواکو ته وويل: ((طالبانو د نيمروز د خاشرود ولسوالۍ د نيولو لپاره له دوو لارو بريد کړى چې لا هم سخته جګړه روانه ده.))
د سرچينې په خبره، اوسمهال د خاشرود ولسوالۍ د مرکز پنځه سوه مترۍ کې سخته جګړه روانه ده، خو که چېرې دولت ټينګه پاملرنه ونه کړي، دا ولسوالۍ به طالبانو لاس ته ورشي.
د خاشرود ولسوالي د زرنج- دلارام لويې لارې په اوږدو کې پرته ده چې زرنج د هېواد له لوديځ، سويل او ختيح سره نښلوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن