د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دوستم ولسمشر ته د امنیت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

دوستم ولسمشر ته د امنیت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

Sep 08, 2016 - 21:00

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۹۵): د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ولسمشر اشرف غني سره دلیدنې پر مهال هغه ته به بیلا بیلو برخو کې د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.

له ارګ څخه پژواک ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په کتنه کې  نن مازدیګر د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د امنیتي وضعیت او وروستیو امنیتي پرمختګونو په هکله راپور ورکړ.

سرچینې زیاته کړې، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال له خلکو سره د زیاتو اړیکو د تامین، د امنیتي وضعیت د ښه والي، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خلکو د قوي ملاتړ او د دې ځواکونو د پیاوړي مورال لرلو  په موخه جمهور رئیس غني ته د  دوامداره کوښښونو ډاډ ورکړ.

د هېواد جمهور رئیس د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په راپور ورکولو د خوښي څرګندولو په ترڅ کې په بېلابېلو کاري برخو کې هغه ته د بریالیتوب هیله وکړه.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې تیره اونۍ عبدالرشید دوستم ځینې شکایتونه او ګیلې او پر ولسمشر یې نیوکې کړې وې.

هغه پر ولسمشر نيوکه کړې چې ټول واک يې له ځان سره ساتلى او له خپلو خلکو او ملاتړ يې بښنه غوښتې چې له هغوى سره پر کړو ژمنو يې وفا نه ده کړې.

دوستم ويلي: ((غواړم له خلکو سره ډېرې خبرې وکړم، د کروندګر زوى يم، په يوه کلي کې لوى شوى يم، په پوله پټي کې مې کار کړى، خو اوس د خپلو خلکو ستونزې نه شم هوارولى، خلک راته وايي چې دفتر ته ولې نه ځې، هلته څه وکړم چې واک نه لرم او زما لاسليک اعتبار ونه لري.))

د نوموړي په وينا، ولسمشر په خپله د نهو کمېسيونونو مشري کوي، ولسوال، امنيه قوماندانان او د حوزو امرين هم د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي ، ايا دا عادلانه کار دى؟

د جنبش ګوند مشر او د ولسمشر لومړي مرستيال دغه راز زياته کړې چې له اساسي قانون سره سم د وزيرانو شورا د امنيتي کمېسيون رياست د ولسمشر له  لومړي مرستيال سره وي، خو اوس دا دنده امنيت شورا ته ورکړل شوې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan