ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو ٧ سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

د ملي اردو ٧ سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
10 Sep 2016 - 20:24
د ملي اردو ٧ سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
10 Sep 2016 - 20:24

ميمنه (پژواک،٢٠ وږى ٩٥): د فارياب سيمه ييز مسوولين وايي، د قيصار- المار لويې لارې په اوږدو کې د ماين چاودنې له امله د ملي اردو اوو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې سرتېرو ته  هغه مهال د کنجو سيمه کې مرګ ژوبله واوښته، کله چې يو رنجر موټر پر يوه خښ شوي ماين ور برابر شو.

نوموړي زياته کړه چې دې پېښه کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او درې نور يې ټپيان دي.

د فارياب ړ امنيه قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش چاودنه کې د ملي اردو يو شمېر سرتېرو وژنه او ټپي کېدل تاييد کړ ل، خو زيات جزئيات يې ور نه کړل.

خو فارياب ولايت کې مېشت د شاهين ٢٠٩ قول اردو لومړۍ لوا وياند له دې موضوع څخه بې خبري وښوده.

يوه عيني شاهد چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې له چاودنې وروسته د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ سخته جګړه پيل شوه، د قيصار- المار لار د يو ساعت لپاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

نوموړي وويل چې د ملي اردو رينجر موټر بشپړ ويجاړ او سوځېدلى دى.

تر اوسه د دولت وسله والو مخالفينو د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.