ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار امنیه قوماندان زړور زاهد په چاودنه کې ووژل شو

د ننګرهار امنیه قوماندان زړور زاهد په چاودنه کې ووژل شو

author avatar
11 Sep 2016 - 19:21
د ننګرهار امنیه قوماندان زړور زاهد په چاودنه کې ووژل شو
author avatar
11 Sep 2016 - 19:21

جلال اباد (پژواک، ۲۱ وږی ۹۵): د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاۍڼي د وږي په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې چاودنه نن مازیګر په حصارک کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې د ننګرهار امنیه قوماندان زړور زاهد او یو ساتونکی یې ټبي شوی دی.

د حصارک ولسوال حاجی ملکو خان پژواک اژانس ته د پيښې د تایید ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل، چې امنیه قوماندان زړور زاهد پوستې ته روان و، چې  په لاره کې پرې چاودنه وشوه.

سرچینې وویل، چې په دې چاودنه کې د هغه درې ساتونکي ژوبل شوي دي.

دی وایي، چې امنیه قوماندان په حصارک کې د وسله والو مخالفینو پر ضد پیل شویو عملیاتو کې د برخې اخیستلو په موخه درې ورځې مخکې حصارک ته ورغلی و.

زړه ور زاهد تر دې مخکې په غزني ولایت کې د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.