ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو ملا امام نا معلومه وسله والو وژلی

یو ملا امام نا معلومه وسله والو وژلی

author avatar
11 Sep 2016 - 12:35
یو ملا امام نا معلومه وسله والو وژلی
author avatar
11 Sep 2016 - 12:35

جلال اباد (پژواک، ۲۱ وږی ۹۵): د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې یو ملا امام د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د مومندرې ولسوال حاجي نسيم د وږي په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لاندې باسول په سيمه کې تېره شپه شاوخوا دوه بجې ناپېژاندو وسله والو د ګل پاچا په نوم لومړی يو ملا امام له کوره ایستلی او بيا يې وژلی دی.

ولسوال وايي چې یاد کس په نازيانو ولسوالۍ کې امامت کاوه او کور یې په مومندرې ولسوالۍ کې و.

هغه زياته کړه چې د دې پېښې په عاملینو پسې يې پلټنې پيل کړې خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

بلخوا د مومندرې یو قومي مشر حاجي زرداد خان هم پژواک ته وويل چې یاد ملا امام تېره شپه وسله والو وژلی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ملا ګل پاچا پر کور دوه اوونۍ وړاندې امنيتي ځواکونو چاپه وهلې وه، هغه او درې زامن يې وړي وو؛ خو وروسته بيا یاد ملا امام او یو زوی يې راخوشي شول او دوه زامن یې لا هم په بندیان دي.

حاجي زرداد وايي چې ملا ګل پاچا پرون د کور جوړولو لپاره تيږې راوړې وې چې یو شمېر درېشي کړو وسله والو تېره شپه لومړی پر یادو تېږو ويشتلی او بيا یې پر ډزو وژلی دی.

تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د نوموړي د وژلو مسووليت پر غاړه نه دی اخېستی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه وسله والو مخالفینو د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ کې د استیناف محکمې قاضي د لمانځه د ادا کولو پر مهال وژلی او د هلمند په ګرمسېر ولسوالى کې هم یو قومي مشر وژل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.