جلال اباد (پژواک، ۲۱ وږی ۹۵): د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاۍڼي د وږي په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې چاودنه نن مازیګر په حصارک کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې د ننګرهار امنیه قوماندان زړور زاهد او یو ساتونکی یې ټبي شوی دی.
د حصارک ولسوال حاجی ملکو خان پژواک اژانس ته د پيښې د تایید ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل، چې امنیه قوماندان زړور زاهد پوستې ته روان و، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.
سرچینې وویل، چې په دې چاودنه کې د هغه درې ساتونکي ژوبل شوي دي.
دی وایي، چې امنیه قوماندان په حصارک کې د وسله والو مخالفینو پر ضد پیل شویو عملیاتو کې د برخې اخیستلو په موخه درې ورځې مخکې حصارک ته ورغلی و.
زړه ور زاهد تر دې مخکې په غزني ولایت کې د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن