د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يواځينۍ ښځينه ولسواله: د ژوند ناخوالو ته به کله هم سرټيټ نه کړم

يواځينۍ ښځينه ولسواله: د ژوند ناخوالو ته به کله هم سرټيټ نه کړم

Sep 12, 2016 - 11:03

شبرغان (پژواک، ٢٢ وږى ٩٥): په هېواد کې يواځېنۍ ښځينه ولسواله سايره شکېب سادات وايي چې د يوې ارامې، له جګړې او تاوتريخوالي پاکې ټولنې لپاره مبارزه کوي او هېڅ کله به هم د ژوند منفي ښکارندو او ننګونو پر وړاندې د تسليمۍ سر ټيټ نه کړي.

نوموړې چې ٤٩ کاله عمر لري او د شبرغان د زرګرخانه کلي په يوه منځنۍ کورنۍ کې زېږېدلې ده، لومړنى ښځه ده چې د دولت په اداري تشکيلاتو کې د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ د ولسوالې په توګه دنده ترسره کوي.

دغه ولسواله وايي چې په ١٣٧٦ کال کې يې واده کړى، خو د دې واده عمر لنډ و او خاوند يې په ١٣٧٧ لمريز کال کې شبرغان ښار ته د طالبانو د بيا ننوتلو پر مهال له خپل ورور او وريندارې سره په جګړه کې ووژل شو.

نوموړې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل: ((پلار مې نالوستى و، کور مو له ښوونځي پنځه کيلومتره لرې و، کله چې شپږ کلنه شوم، ښوونځي کې يې واچولم، پلار مې په پوره لېوالتيا سره ښوونځي ته وړلم، لومړنۍ دوره، منځنۍ دوره او لېسه مې په لوړه درجه د خديجې جوزجاني په لېسه کې پاى ته ورسولې.))

هغه زياته کړه چې له فراغت يوه مياشت وروسته په همدغه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه وګومارل شوه، په داخل خدمت سروېس کې يې د دارالمعلمين د ادبياتو څانګه لوستې ده.

مېرمن شکېب د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته بلخ ته ولاړه، په يوه دولتي اداره کې يې دنده پيل کړه او له څه کار وروسته کابل ته راغله او په پارلماني چارو وزارت کې يې دنده ترسره کړه، خو د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له جوزجان ولايت نه نومانده شوه، خو په وينا يې چې د ګټونکې پر ځاى بايلونکې اعلان شوه.

دغه ښځينه ولسوالې وويل: ((له ماتې مايوسه نه شوم، کله چې د ولسوالۍ پوستونه اعلان شول، د جوزجان خواجه دوکوه ولسوال پوسټ ته مې فورمه ډکه کړه، د ٣٧٠ کسانو په منځ کې بريالۍ شوم او له پنځو کلونو راهيسې دنده اجرا کوم او اوس مهال د فيض اباد ولسواله يم.))

  شکېب سادات وويل چې له خلکو سره خپلو کړو ژمنو پوره کولو ته ژمنه ده، سره له دې چې له کور نه بهر کار کولو ورته ننګونې پيدا کړې، خو بيا يې هم له ستونزو سره مبارزه پيل کړې او تر اوسه مخکې روانه ده.

د جوزجان مدني فعالې سايرې شکېب وويل چې د منفي ښکارندو، تاوتريخوالي او ژوند ننګونو ته سر نه ټيټوي او مبارزه ورسره کوي، څو وکولى شي چې خپلو خلکو او ټولنې ته خدمت وکړي او راتلونکو نسلونو ته د ښه ژوند زمينه مساعده کړي.

دا هېواد په کچه دغه يواځينۍ ښځينه فعالې د خپلې ولسوالۍ د خلکو خبرو ته په صميمت غوږ نيولى و او وويل چې د افغانستان سوکالي او خوښي يواځې په ملي  يووالي کې نغښتې ده.

نوموړې چې اوسمهال له خپلې مور او خور سره يو ځاى ژوند کوي، وويل  غواړي چې د ټولنې ټول انسانان سره يو موټى شي،  د ژوند له ناخوالو سره مبارزه وکړي او د راتلونکو نسلونو لپاره ارام ژوند برابر کړي.

دغه ښځينه ولسواله چې شاعري هم کوي، څرګندوي چې دوې شعري ټولګې يې چاپ ته چمتو وې، خو پر سيمه يې د طالبانو بريد کې کور وسوځېده او شعري ټولګې يې هم د اور خوراک شوې، اوس يې هڅه داده چې شعري ټولګې يې له سره چاپ ته چمتو کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement