ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني پولیس د سپين بولدک- چمن پر لار افغانان ځوروي

پاکستاني پولیس د سپين بولدک- چمن پر لار افغانان ځوروي

author avatar
12 Sep 2016 - 14:49
پاکستاني پولیس د سپين بولدک- چمن پر لار افغانان ځوروي
author avatar
12 Sep 2016 - 14:49

کندهار (پژواک، ٢٢ وږى ٩٥): د سوېلي ولايتونو اوسېدونکي وايي، پاکستان ته د درملنې، سوداګرۍ او نورو اړتياوو په موخه د تګ راتګ پر مهال د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو له خوا ځورول کېږي او په يوه او بل نوم ترې پيسې اخيستل کېږي.

دوى زياتوي، دغه ستونزه له ډېر وخت راهيسې موجوده ده، خو په دې وروستيو کې ډېره شوې چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

له همدې امله په سپين بولدک ولسوالۍ کې چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، شته کاروبار او راکړه ورکړه هم اغېزمن شوي دي.

د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکى ٣٥ کلن اخترمحمد چې څو ورځې وړاندې د خپل پلار د درملنې لپاره د پاکستان د بلوچستان ايالت کوېټې ښار ته تللى و او اوس بېرته راغلى، له کندهاره تر کوېټې پورې پر لار د ستونزو يادونه کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، له هغه وروسته چې د سپين بولدک- چمن لار د پاکستان له خوا تر ١٤ ورځو تړل کېدو وروسته بېرته پرانيستل شوه، د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د مسافرو د ځورولو او تنګولو لړۍ تونده کړې ده.

هغه زياته کړه، پلار يې د زړه ناروغي لري، په کندهار کې يې درملنه نه کېده، مجبور و چې کوېټې ته يې د درملنې لپاره بوځي، خو پر لار له سختو کړاوونو سره مخ شو.

د ده په خبره، د پاکستاني امنيتي ځواکونو ورڅخه په دې پلمه چې دغه هېواد ته د تلو قانوني اسناد نه لري، په زرګونو کلدارې ورڅخه اخيستې او د لارې پر سر يې په ساعتونو ځنډولى دى.

اختر محمد وايي، پخوا هم پر دې لار له افغانانو پيسې اخيستل کېدې او د تګ راتګ اجازه ورکول کېده، خو اوس هغو خلکو ته د تلو راتلو اجازه نه ورکول کېږي چې پاکستانى شناختي کارټ او يا هم پاسپورټ او ويزه و نه لري.

د ده په خبره، د دغه هېواد امنيتي ځواکونه په دې توګه غواړي افغانان مجبور کړي چې يوازې په پاسپورټ او ويزه د هغوى هېواد ته سفر وکړي.

 

خو دى وايي، دا ډېره سخته ده؛ ځکه په پاکستان کې لا هم په ميليونونو افغان کډوال ژوند کوي او خلک اړ دي چې د دواړو لورو تر منځ پر دې لار تګ راتګ وکړي.

عبدالشکور د سپين بولدک د وېش بازار اوسېدونکى دى او همدلته د موټرونو د پرزو شرکت لري، نوموړى هم د سپين بولدک- چمن پر لار له ستونزو سر ټکوي او د ورته ستونزو يادونه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.