ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روان کال څه باندې ٢٠٠ زره سيلانيان د بند امير ليدو ته تللي

روان کال څه باندې ٢٠٠ زره سيلانيان د بند امير ليدو ته تللي

author avatar
13 Sep 2016 - 09:12
روان کال څه باندې ٢٠٠ زره سيلانيان د بند امير ليدو ته تللي
author avatar
13 Sep 2016 - 09:12

باميان ښار (پژواک، ۲۳ وږى ٩٥): شمېرې ښيي چې د باميان – کابل لويې لارې د نا امنيو پر زياتېدو او د هوايي ترانسپورټ پر نشتوالي سربېره هم په روان کال کې د بهرنيو سيلانيانو په ګډون څه باندې ٢٠٠٠ سلانيانو له بند امير او د باميانو له نورو تاريخي سيمو ليدنه کړې ده.

د دغه ولايت چارواکي وايي چې په روان کال کې تر ټولو زيات سيلانيان له کندهار، کابل، غزني، دايکنډي او شمالي ولايتونو د دوبي په موسم کې باميانو ته ورغلي او ګڼو هغو يې خپلې کورنۍ هم د تفريح لپاره ورسره راوستلي دي.

سره له دې چې د هغو سيلانيانو شمېر چې د باميانو له اطلاعاتو او کلتور رياست يې ټکټ اخيستى او تاريخي سيمې ابدات يې ليدلي کمه ده، خو ويل کېږي چې يواځې د بند امير د ليدو لپاره د راغلو کسانو شمېره له دوه سوه زره کسانو لوړېږي.

په باميانو کې د امريکا د ژوو د ژوند سازمان موسسې (wcs) مشر محمد ابراهيم ابرار پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زموږ له خوا د ثبت شوو شمېرو له مخې، په ټوله کې په روان کال کې څه باندې دوه سوه زره کسانو د افغانستان د لومړي ملي پارک بند امير څخه ليدنه کړې ده.))

هغه زياته کړه، که چېرې باميانو ته د غځېدلو لارو او په ټوله کې په هېواد کې د نا امنيو کچه ټيټه شي، د باميانو په ځانګړي ډول د بندامير ليدونکي به هم څو چنده زيات شي، کورني او بهرني سيلانيان به د دغه ولايت ليدو ته مخه کړي.

هغه زياته کړه: ((اوسمهال له کابل نه باميانو ته ټولې راغلې لارې نا امنې دي، خلک په دغه مسير په وېره او ډار سفر کوي، دا چاره د دې سبب شوې چې خلک په اوړي کې باميانو ته د سفر لپاره ډېر کم زړه ښه کړي.))

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوى مسوول محمد اسحق عزيزي پژواک ته وويل چې په روان کال کې ٣٨٠٠ کورنيو او ٢٤٤ بهرنيو سيلانيانو له دغه رياسته ټکټونه پېرلي او د ولايت له تاريخي ساحو او ابداتو يې ليدنه کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په باميانو کې شاوخوا ١٧٠ تاريخي ابدې شته چې ٨ هغه يې د نړيوالو ميراثونو له سازمان سره ثبت شوې او ټکټ اخيستونکي د ټکټ له اخيستلو وروسته له تاريخي ابدو ليدنه کولى شي.

عزيزي وويل چې باميانو ته د سيلانيانو ورتګ د ولايت د ځايي او ملي اقتصاد د ودې سبب ګرځي چې له امله يې يو شمېر کسانو ته کار پيدا کېږي او د باميانو ګڼ اوسېدونکي له دې لارې ګټه کوي.

سرچينې زياته کړه: ((د هوايي ترانسپورټ نشتوالى، کابل ته د غځېدلو لويو لارو نا امني، د هېواد په کچه جګړه، چاودنې او ځانمرګي بريدونه د دې لامل شوي چې باميانو ته د خلکو د ورتګ مخه ونيسي.))

هغه زياته کړه چې په باميانو کې د بهرنيو ليدونکو د امکاناتو او اوسېدو په موخه د ٥٠٠ کسانو لپاره په هوټولونو کې اسانتياوې برابرې شوې چې نړيوال معيار لري، په دې برخه کې څه ستونزه نشته او د کورنيو مېلمنو لپاره هم امکانات شته، په باميانو کې زرګونه مېلمستونونه او هوټلونه شته چې د زرګونو مېلمنو ځايولى شي.

نجيب الله له کابل نه له خپلې کورنۍ سره د باميانو ليدوته تللى دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.