جلال اباد ښار(پژواک،٢٣ وږى ٩٥): چارواکي وايي، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو پر مهال د "زرقاوي" په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان او د هغه پنځه ملګري وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ د درېيم فارم په سيمه کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له خوا تر سره شوي دي.
هغه وايي چې د ملي امنيت ځواکونو په دې عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو تن ژوندى نيولى او د طالبانو يو شمېر وسلې هم د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سيمې له خلکو خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
وسله والو طالبانو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن