ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سور صليب د کندهار پر ميرويس روغتون بريد غندي

سور صليب د کندهار پر ميرويس روغتون بريد غندي

author avatar
13 Sep 2016 - 17:22
سور صليب د کندهار پر ميرويس روغتون بريد غندي
author avatar
13 Sep 2016 - 17:22

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٥): د سره صليب کمېټه کندهار کې پر ميرويس روغتون بريد په سختو ټکو غندي او وايي چې روغتيايي مرکزونه د نړيوالو قوانينو له مخې خوندي ځايونه دي او بايد له ګواښ سره مخ نه شي.

تېره ورځ  د کندهار په مرکز کې ميرويس روغتون ته دوه وسله وال ننوتل چې د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

د کندهار امنيه قومانداني وايي،په دې بريد کې  چې څو  ساعته يې دوام وکړ ياد دواړه بريدګر  او  يو تن پايواز وژل شوي، او د ملي امنيت رياست يو کارکوونکى او يو ملکي وګړى ټپيان دي.

د سره صليب کمېټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه بريد غندلى دى.

په افغانستان کې د سره صليب کمېټې مشرې مونيکا زيناريلي (  Monica Zanarelli) ويلي چې روغتيايي مرکزونه خوندي ځايونه دي او هر څوک چې دغو مرکزونو ته د درملنې لپاره ورځې بايد خوندي وي.

د هغې په وينا، تر دې مخکې هم په افغانستان کې ورته پېښې شوي او هغه موټرچلوونکي هم ګواښل شوي چې ناروغان يې لېږدول.

د يادې کمېټې د معلوماتو له مخې، د کندهار روغتون چارې د عامې روغتيا وزارت له خوا پر مخ وړل کېږي او د سره صليب کمېټه ورسره د درملو، وسايلو او ډاکټرانو د وړتياوو لوړولو په برخو کې مرستې کوي.

ميرويس  روغتون د هېواد د سويل زون په کچه فعاليت کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.