ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: تخار کې يو طالب وژل شوی،۷ نور نيول دي

چارواکي: تخار کې يو طالب وژل شوی،۷ نور نيول دي

author avatar
13 Sep 2016 - 15:57
چارواکي: تخار کې يو طالب وژل شوی،۷ نور نيول دي
author avatar
13 Sep 2016 - 15:57

تالقان (پژواک ٢٣ وږى ٩٥): سيمه ييز چارواکي وايي"پاڅونوالو" د تخار ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب وژلى او ٧ نور يې نيولي دى.

د تخار د والي ویاند سنت الله تېمور وايي چې ياد نهه تنه د چاه آب ولسوالۍ په دشت شور سيمه کې ځای پرځای شوي وو، چې نن سهار د پاڅونوالو (د دولت پلويو وسله والو) له بريد سره مخ شول.

د چاه اب ولسوال جنیدالله فیض وايي چې دغه طالبان د تخار له ینګی کلا ولسوالۍ څخه چاه اب ته ورغلي وو او په ياده سيمه کې د خلکو په کورونو کې پټ وو، چې پاڅونوالو سیمه کلابنده کړه، يو تن يې وواژه او ٧ يې ونيول، خو د دې ډلې مشر ترې وتښتېد.

ياد چارواکي وايي، چې پاڅونوالو نن له غرمې مخکې لس بجې نیول شوي طالبان پولیسو ته وسپارل او وروسته به د تخار مرکز تالقانو ته ولېږدول شي.

د چاه اب ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی بسم الله د ټېلېفون له لارې پژواک خبري اژانس ته په دې اړه يواځې دومره وويل چې یوې ډلې طالبانو نن سهار په دشت شور سیمه کې له ځايي خلکو غوښتي وو، چې تر ماښامه هلته د پاتې کېدو لپاره ځاى ورکړي.

د هغه په وينا، کېداى شي د همدې سيمې خلکو هلته د طالبانو د شتون په اړه امنيتي کسانو ته خبر ورکړى وي او ياد کسان نيول شوي وي.

چاه اب ولسوالۍ کې ځايي وسله وال طالبان نشته، خو د غيرمسوولو وسله والو ډلو په ډېرېدو سره یې امنیت له ننګونو سره مخ دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.