ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي دفاع وزارت: په ١٢ولايتونو کې ٦٠ وسله وال مخالفين وژل شوي

د ملي دفاع وزارت: په ١٢ولايتونو کې ٦٠ وسله وال مخالفين وژل شوي

author avatar
14 Sep 2016 - 12:19
د ملي دفاع وزارت: په ١٢ولايتونو کې ٦٠ وسله وال مخالفين وژل شوي
author avatar
14 Sep 2016 - 12:19

کابل(پژواک،٢٤وږى٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په ١٢ ولايتونو کې د افغان دولت ٦٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٣نور ټپيان دي.

دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري د وږي٢٤مه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې افغان امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې دغه عمليات د کونړ، ننګرهار ،غزني،  پکتیا،  پکتیکا، کندهار،  اروزګان، غور، تخار، بغلان ، کندوز او  هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله په دې عملياتو کې د افغان دولت ٦٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان دي.

سرچينه زياتوي چې په يادو وژل شويو کسانو کې ١٠ د القاعدې ډلې او څلور هم د حقاني شبکې غړي شامل دي.

اعلاميه کې راغلي چې د همدې عملياتو پرمهال درې رنجر موټرې له منځه تللي دي خو يوه اندازه وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د خبرپاڼې په حواله په دې عملياتو کې د ملي اردو څلور سرتيري هم وژل شوي دي.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.