واشنګټن (پژواک، ٢٥ وږى ٩٥): افغانستان د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتي، ترهګرو ته د اسانتياوو برابروونکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.
دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي محمود صيقل پرون د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.
نوموړي د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته د وينا پر مهال د ډيورنډ پولې پورې غاړه کې د ترهګرو پر خوندي ځالو اندېښنه څرګنده کړه او له امنيت شورا يې وغوښتل چې د هغو خلکو پر ضد جدي اقدامات وکړي چې ترهګرۍ ته اسانتياوې برابروي.
د صيقل په وينا، ځيني دولتي اشخاص په سيمه کې د ترهګرۍ د ودې لپاره کار کوي، خو نوموړي د کوم شخص يا هېواد نوم ياد نه کړ، خو اشاره يې پاکستان ته وه.
هغه زياته کړه: ((موږ بايد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د ملګرو ملتونو پر دريـځ بيا کتنه وکړو او وګورو چې داڅومره عملي شوى دى او څومره لاسته راوړنې لري.))
د افغانستان ځانګړي استازي په هېواد کې د ترهګرۍ وروستيو پېښو ته په اشارې سره وويل چې د اګست په ٢٥مه ولسمشر غني د پاکستان د پوځ مشر ته ټيلېفون وکړ او له هغه يې وغوښتل چې په افغانستان کې د بريدونو او په ځانګړې توګه د افغان امريکايي پوهنتون د تنظيموونکو پر ضد جدي اقدامات وکړي .
د صيقل په وينا، د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو ظالمانه بريدونه دوام لري، په ځانګړې توګه د هلمند، کندوز او پکتيا ولايتونو يادونه يې وکړه.
هغه وويل، وسله وال مخالفين غواړي چې د کوېټې شورا او حقاني شبکې لپاره په افغانستان کې دننه خوندي ځاى پيدا کړي.
هغه زياته کړه چې د وسله والو د بريدونو په ځواب کې افغان ملي دفاعي ځواکونو په مېړانه دفاع کړې ده، د طالبانو او داعش پر وړاندې يې برياوې ترلاسه کړې دي.
نوموړي ادعا وکړه چې پاکستان له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې رغنده رول نه لوبوي.
دى وايي: ((د سولې په څلور اړخيزو غونډو کې د افغانستان له ډېرو هلو ځلو او هڅو سره سره پاکستان سم رول ونه لوباوو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن