ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دشت ارچي کې څلور طالبان وژل شوي

دشت ارچي کې څلور طالبان وژل شوي

author avatar
16 Sep 2016 - 14:07
دشت ارچي کې څلور طالبان وژل شوي
author avatar
16 Sep 2016 - 14:07

کندوز(پژواک،٢٦وږى٩٥): په دشت ارچي ولسوالۍ کې څلور طالبان وژل شوي او ١٢ ژوندي نيول شوي او په قلعه ذال ولسوالۍ کې يو شمير کلي له وسله والو طالبانو څخه بيرته نيول شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګل باغ د زمري٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره ورځ په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې څلور طالبان وژل شوي او ١٢ نور يي ژوندي نيول شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې په وژل شوي طالبانو د شت ارچي ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي کميسيون مسوول ملاولي هم شامل دى.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې نه کوم طالب امنيتي ځواکونو له ځانه سره بيولى او نه يې هم کوم طالب وژلى دى.

هغه وايي چې امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د جومات يو ملا امام او ځيني ملکي کسان د طالب په نوم بيولي دي.

دغه راز د قلعه ذال ولسوال محبوب الله سعيدي پژواک ته وويل چې د امنيتي ځواکونو د پرله پسې عملياتو په ترڅ کې يو شمير لوى کلي بيرته له طالبانو څخه نيول شوي دي.

څه موده وړاندې وسله والو طالبانو دشت ارچي ولسوالۍ ونيوله.

ولسوال وايي چې په دشت ارچي کې عمليات روان دي ترڅو دغه سيمه په ټوليزه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شي.

په شمال زون کې د پوليسو ٨٠٨ زون له لوري په خپره شوې اعلاميه کې هم راغلي چې امنيتي ځواکونو په قلعه ذال ولسوالۍ کې يو شمير کلي له وسله والو طالبانو څخه بيرته نيولي دي.

د اعلاميې د معلوماتو له مخې په دې کليو کې چقور قشلاق ٬ قرم قشلاق ٬ قزاق شاخ ٬ شورتنګ٬ ګولايي شورتنګ، قزل قشلاق٬ قرقین، لغمانی قشلاق٬ قریه قوماندان بیرو  چهارګل تپه، سقسقول، آق تپه او افغان مزار شامل دي.

خو د دې ولسوالۍ د بازار اوسيدونکي حبيب الله بيا وايي چې امنيتي ځواکونو يواځې افغان مزار، سقسقول او اق تپه کلي له وسله والو طالبانو څخه بيرته نيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.