ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد او مهترلام د برېښنا ستونزه حل شوه

د جلال اباد او مهترلام د برېښنا ستونزه حل شوه

author avatar
17 Sep 2016 - 19:11
د جلال اباد او مهترلام د برېښنا ستونزه حل شوه
author avatar
17 Sep 2016 - 19:11

جلال اباد (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥) : له دوو اونيو ځنډ وروسته د لغمان په بادپښ سيمه کې د نغلو برېښنا پرې شوې مزي وتړل شول، چې ورسره د مهترلام او جلال اباد ښارونه په برېښنا روښانه شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو مزو د تړلو او برېښنا د روښانه کولو په برخه کې د ننګرهار او لغمان واليانو، چارواکو، د دواړو ولايتونو د برېښنا شرکت مسوولينو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو هلې ځلې وکړې.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د يادو ټولو مسوولينو، مدني فعالانو په ځانګړي ډول د قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه مننه وکړه، چې د ستونزې په حل کې يې له دوی سره يو ځای هلې ځلې وکړې .

هغه ډاډ ورکړ، هڅې يې پيل کړي، ترڅو د لغمان له مسوولينو  سره يو ځای د برېښنا يادې ستونزې ته د مرکز په همکارۍ اساسي حل لاره چاره پيدا کړي .

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې له نغلو څخه لغمان او ننګرهار ته د غځېدلې برېښنا مزي ١٣ ورځې مخکې د بادپښ ولسوالۍ اړوند د وچې پلوسين په سيمه کې د مخالفو وسله والو له لوري پرې شوي وو.

هغه زياته کړه، د ننګرهار او لغمان ولايتونو د لوړپوړو چارواکو او د برېښنا د مسوولينو، قومي مخورو د هلو ځلو په پايله کې نن غرمه مهال د مزو د تړلو چارې پيل شوې او مازيګر ناوخته برېښنا خوشې شوه.

د ځواک په وينا، د دغې ستونزې له امله له تېرو ١٣ ورځو راهيسې په لغمان او ننګرهار کې په ګڼ شمېر جوماتونو، مدرسو او روغتونونو سربېره په هغو کليو او ښارونو کې هم خلک له بې برقۍ او نورو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان وو، چې د نغلو له برېښنا يې ګټه اخيسته.

د والي وياند وويل، د لغمان ولايتي ادارې په راتلونکي کې د دې ستونزې د اساسي حل او له نورو بديلو لارو څخه د استفادې په موخه خپل پلانونه او طرحې د ملي يووالي حکومت مشرتابه ته انتقال کړي، څو په اړه يې د راتلونکي لپاره بنسټيز ګام پورته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د جلال اباد يو شمېر ښاريانو او د مدني ټولنې غړو د برېښنا د نشتوالي په غبرګون کې لاريون وکړ او د تحصن خېمه يې وهلې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.