ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د ښځو لپاره سرپټى بازار جوړېږي

په غزني کې د ښځو لپاره سرپټى بازار جوړېږي

author avatar
17 Sep 2016 - 15:21
په غزني کې د ښځو لپاره سرپټى بازار جوړېږي
author avatar
17 Sep 2016 - 15:21

غزني ښار (پژواک، ۲٧ وږی ۹۵): که څه هم په غزني کې يو شمېر مېرمنې خپلو لاسي صنايعو د خرڅلاو لپاره د بازار غوښتنه کوي خو د غزني والي وايي چې د ښځو د لاسي توکو د پلور لپاره سرپټى بازار جوړوي.

د غزني ولايت د مرکز په ګډون په ډېرو ولسواليو کې مېرمنې پر لاسي صنايعو بوختې دي او خپل د ژوند اقتصادي ستونزې له دې لارې هواروي.

خو دغه مېرمنې وايي چې لاسي صنايع يې بازار نه لري او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د غزني ښار اوسېدونکې عايشې د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خپل د کور ټولې اړتياوې د لاسي صنايعو د خرڅلاو له درکه پوره کوي.

خو هغې وويل: ((اوس زموږ دا صنايع دومره بازار نه لري، زه ډېرې ښځې پېژنم چې اوس يې دا کار پرېيښى دى.))

دغه راز د مزاري افغان په نوم يوې بلې ښځې پژواک ته وويل چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د لاسي توکو پر جوړولو بوخته ده.

هغه وايي: ((سږ کال په غزني کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې دي له همدې امله ډېرې ښځې اوس نه شي کولى چې خپل لاسي صنايع بازار ته يوسي او بله خبره دا چې سږ کال يې بازار هم ډېر مات دى.))

دغه مېرمنه وايي چې اوس مهال يې لاسي توکي یواځې په هغو مراسمو کې وړاندې کېږي چې د کومې ورځې په مناسبت په غزني کې جوړېږي.

يادو او يو شمېر نورو ښځو له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوى په لاس اوبدل شوو توکو ته دې بازار پيدا کړي.

د هغوى په وينا، که چېرې توکو ته يې بازار پيدا شي نو د يو شمېر ولايتونو تر څنګ به بهرنيو هېوادونو ته هم صادر شي.

د غزني ښار اوسېدونکي ميرا جعفري پژواک ته وويل چې هره ورځ په نوي موډونو کې جامې بازار ته وړاندې کېږي خو خلک اوس هم لاسي صنايع خوښوي.

هغې وويل: ((که څه هم بيه يې لوړه ده خو بيا يې هم خلک ډېر خوښوي چې ډېر دوام کوي او زر نه زړېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.