کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د افغان حکومت اجرائيه رياست د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک له نهايي کېدو خبر ورکړى او وايي، د سولې له هغې لړۍ سره چې د امنيت او ثبات د ټينګښت لامل ګرځي؛ هېڅوک هم مخالفت نه شي کولى.
د حکومت اجرائيه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې عالي شورا د افغان حکومت په استازيتوب د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې خبرې اترې پيل کړې او له ياد ګوند سره د سولې خبرې اترې نهايي شوې دي.
نوموړي د هوکړه ليک د جزياتو او د هغه لاسليک د نېټې په اړه نور معلومات وړاندې نه کړل، خو ويې ويل چې په حکومت کې هېڅوک هم د سولې له لړۍ سره مخالفت نه لري او ټول د همېشنۍ او باعزته سولې غوښتونکي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا هم ويلي چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک ټولې تخنيکي ستونزې حل شوې او داسې کوم خنډ شتون نه لري، څو ياده لړۍ له ګواښ سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر حکومتي سرچينو په وينا؛ د ملي يووالي حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک له يو شمېر مواردو سره مخالفت کړى او تېره اونۍ يې په دې اړوند خپل اعتراض د سولې عالي شورا له مشر پير سيداحمد ګيلاني سره شريک کړى دى.
خو د هېواد ولسمشر د لوى اختر په لومړۍ ورځ (د وږي ٢٢ مه) ويلي و، چې له کوم دليل پرته به د سولې په مخ کې کوم خنډ ته غاړه کېنږدي او له حزب اسلامي سره د هوکړه ليک په لاسليک کې د پام وړ پرمختګونه راغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن