ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اچین کې د داعش ۱۷ بهرني وسله وال وژل شوي

اچین کې د داعش ۱۷ بهرني وسله وال وژل شوي

author avatar
18 Sep 2016 - 11:26
اچین کې د داعش ۱۷ بهرني وسله وال وژل شوي
author avatar
18 Sep 2016 - 11:26

جلال اباد (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي چې په هوايي بريدونو کې يې د داعش ١٧ بهرني وسله وال وژلي دي.

د يادې قول اردو له خوا د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد هوايي بريدونه پرون مازديګر د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اړوند د مامند په دره کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو بريدونو کې د داعش ١٧ وسله وال وژل شوي او بل چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې په يادو هوايي بريدونو کې ټول وژل شوي بهرني داعشیان دي.

د ٢٠١  سېلاب قول اردو له خوا په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د نورستان ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې د سيد رحمن په نوم د طالبانو يو قوماندان وژلى او جسد يې هم په سيمه کې پاتې دى.

يادو وسله والو ډلو تر اوسه په دې  اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.