ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” بدخشان پر دويم وزيرستان بدل شوى”

” بدخشان پر دويم وزيرستان بدل شوى”

author avatar
18 Sep 2016 - 16:47
” بدخشان پر دويم وزيرستان بدل شوى”
author avatar
18 Sep 2016 - 16:47

فيض اباد (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د بدخشان د ولايتي شورا مشر د وردوج او يمګان ولسواليو بېرته نيولو په تړاو د حکومت پر بې غورۍ نيوکه کړې او وايي چې دغه ولايت دمګړۍ د بهرنيو ترهګرو لپاره پر دويم وزيرستان بدل شوى دى.

د بدخشان ولايتي شورا مشر احمد بشير له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل که دولت د وردوج او يمګان ولسواليو د بېرته نيولو په برخه کې جدي پرېکړه ونه کړي، طالبان به زيات سنبال شي او يو شمېر نورې ولسوالۍ به هم له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي زياته کړه چې بدخشان له نورو ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره چې له افغانستان سره ښکاره دښمني کوي، پرانيستې پولې لري، هره ورځ بهرني ترهګر له پولې را اوړي او بدخشان ته راځي چې دا مهال زيات شمېر ياد ترهګر له کورنيو سره د جرم ولسوالۍ په خستک سيمه کې ځاى پر ځاى شوي دي.

هغه زياته کړه: "د يادو ترهګرو شمېر په يوه مياشت کې کمېږي او بل مياشت کې زياتېږي؛ ځکه يوه مياشت جلال اباد ته ځي او بله مياشت بېرته بدخشان ته راځي چې دا مهال بدخشان د ترهګرو لپاره امن ځاى دى او دمګړۍ پر دويم وزيرستان بدل شوى دى."

خو نوموړي زياته کړه چې دولت تر اوسه نه دى توانېدلى په بدخشان کې د تروريستانو مرکزونه په نښه کړي؛ په بشپړه له منځه وړل خو يې پر ځاى پرېږده که يادو دوو ولسواليو ته جدي پاملرنه ونه شي، د هرې ورځې په تېرېدو سره به امنيتي ګواښونه لا زيات شي.

د بدخشان ولايتي شورا مشر زياته کړه چې دولت د وردوج او يمګان ولسواليو د بېرته نيولو په تړاو د پرله پسې ژمنو تر څنګ يوازې د وسله والو مخالفينو بريدونه يې پر شا تمبولي دي، په يو کال کې يې د يادو دوو ولسواليو بېرته نيولو په برخه کې هېڅ ګام نه دى اخيستى او لا هم دا دواړه ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي.

نوموړي وويل: "هغه ليدنه مو چې د حکومت له اجرائيه مشر عبدالله عبدالله، د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر او بهرنيو جنرالانو سره درلوده، له موږ سره يې ژمنه وکړه چې د کندوز له چاڼ کولو وروسته په دويم پړاو کې بدخشان دى؛ خو په دې برخه کې يې هېڅ اقدام ونه کړ او په دې وروستيو کې د دښمن خوځښتونه نور هم زيات شوي دي.

خو د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري د دې په تاييد سره چې د يمګان او وردوج ولسوالۍ اوسمهال د هغوى له واک څخه وتلي دي او د يادو ولسواليو خلک په ناوړه وضعيت کې دي، ويې ويل ځيني لاملونه شته چې تر اوسه دا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په واک کې دي؛ خو په دې اړه يې معلومات ور نه کړل.

هغه زياته کړه: "موږ له ملي اردو او ملي امنيت سره د يمګان او وردوج ولسواليو د بېرته نيولو لپاره ګډ پلان تر لاس لاندې لرو؛ خو تجهيزات مو بسنه نه کوي، دا موضوع مو د هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره هم شريکه کړې ده، هغوى موږ ته پلان راکړ موږ د پلان تطبيق په تمه يو او د يادو دوو ولسواليو بېرته نيولو لپاره ژمن يو؛ انشاالله په نږدې راتلونکي کې به دا ستونزه هواره شي."

نوموړي د دغه مطلب په بيان سره چې په دغه ولايت کې مخالفين تر هغې کچې نه دي چې د اندېښنې وړ وي، وويل چې د روان کال له پسرلي څخه تر اوسه امنيتي ځواکونه په ښه موقف کې دي، په ولسواليو کې د مخالفينو عمومي هڅې او بريدونه يې له ماتې سره مخ کړي دي او له راغستان څخه د دفاع تر څنګ چې لرې پرته ولسوالۍ ده، زياتې سيمې يې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې کړې دي چې دا مهال خلک له کوم ډار پرته ژوند کوي.

غفوري وړاندې وويل چې وسله والو مخالفينو په روان کال کې ٥٩ يرغليز بريدونه د بدخشان پر مختلفو ولسواليو ترسره کړي دي چې امنيتي ځواکونو ترې دفاع کړې او دښمن ته د درنو تلفاتو په اړولو سره یې هغوى پر شا تمبولي دي.

نوموړي زياته کړه چې روان کال کې د طالبانو ٢٦٣ ډلمشران چې هر يوه يې د پنځو تر ٥٠ کسانو مشري کوله وژل شوي دي، څه باندې ١٠٠ تنه نور يې ټپيان شوي او له ٨٠ څخه زيات يې د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.