کابل (پژواک ۲۸ وږی ۹۵): د ميدان وردګو ولسونو د دولت او حزب اسلامي د سولې هوکړه ليک د ژر لاسليک غوښتنه وکړه او ويې ويل، د هغه چا پر وړاندې به ودرېږي چې د سولې مخه نيسي.
دغه غونډه چې سلګونو تنو ديني عالمانو، قومي مشرانو، د ملي او ولايتي شوراګانو غړو، مدني فعالانو او عامو خلکو په کې برخه اخيسته وه، نن په کابل ښار کې جوړه شوې وه.
د ولسمشر سلاکار او د پوهنې پخواني وزير ډاکټر فاروق وردګ په نننۍ ناسته کې وويل، د ميدان وردګو ولسونه د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې ملاتړ کوي او غوښتنه کوي، چې په دې اړه برابر شوى د سولې هوکړه ليک ژر لاسليک شي.
هغه وويل، ځکه د سولې ملاتړ کوي چې حزب اسلامي، افغانستان شموله ګوند دى او له دوى سره په سوله به مرکزي حکومت پياوړى شي، ملي يووالى به ټينګ شي، د سولې پروسه به دوام او ثبات ومومي او د جګړې نورې ښکېلې ډلې به هم د سولې خبرو ته هيله مندې شي.
د ده په وينا، د سولې پروسې ته دې دوام ورکړل شي او دولت بايد هڅه وکړي چې له طالبانو سره هم سوله وکړي.
نوموړي د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار څخه هم وغوښتل چې له خپلو علمي، سياسي او جهادي وړتياوو او ټولو ګوندي او نورو اړيکو څخه د سولې د ټينګښت لپاره کار واخلي.
هغه زياته کړه، نړيوالې ټولنې په ډېرو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړي، خو د سولې په برخه کې يې داسې چې اړينه ده، مرسته نه ده کړې.
وردګ وويل، د افغانستان د نننۍ غميزې او جګړې پيل او منشا د افغانستان لپاره په ١٣٨١ کال د بن په کنفرانس کې کېښودل شو.
دى وايي: "نړيواله ټولنه دې په افغانستان کې خپل ۱۵ کلن حضور وارزوي، مفادات او نواقص دې يې وڅېړي او هغه عوامل چې په هېواد کې د ستونزو د ډېرېدو لامل شوي، مخه دې يې ونيسي."
د ميدان وردګو د ولايتي شورا پخواني مرستيال او قومي مشر حاجي محمد حضرت جانان هم پر حکومت غږ وکړ چې له حزب اسلامي سره دې ډېر ژر د سولې هوکړه ليک لاسليک کړي.
هغه وايي: "حزب اسلامي په افغانستان کې يو پياوړی او افغانستان شموله حزب دى، له بده مرغه چې ډېرو کسانو د هغوى شتون نه شو زغملای، سياسي مخالفتونو ته يې لمن وهله، نو هيله من يو چې حکومت د ملت غوښتنو ته پام وکړي او له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک لاسليک کړي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن