ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی

زابل کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی

author avatar
18 Sep 2016 - 11:22
زابل کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی
author avatar
18 Sep 2016 - 11:22

کلات (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د زابل د شاه جوی ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوى دى.

د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د شاجوى په بازار کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو په بازار کې د يادې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان حاجي ګل اغا له دوو ساتونکو سره وژلى دى او په خپله تښتېدلي دلي.

د شاه جوی يو اوسېدونکی محمدانور وايي، حاجی ګل اغا د چينو له سيمې بازار ته پر لاره و چې د کلاخېلو په سيمه کې ورباندې  بريد وشو.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د هغه دوه ساتونکي هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

فراهي دغه راز وويل چې په يوه جلا پېښه کې د کلات او سيوري ولسوالۍ تر منځ د کاټيلي مانده په سيمه کې د پوليسو له لوري دوه وسله وال وال مخالفين وژل شوي چې جسدونه يې هم د کلات روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.