جلال اباد (پژواک، ۲۸ وږي ۹۵): د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي چې دغې ولسوالۍ ته د امنيتي ځواکونو په رسېدو او د عملياتو په کېدو سره حالات بېرته عادي شوي او دولتي مامورينو خپل کارونه پيل کړي دي.
د حصارک سرپرست ولسوال ملکو خان د وږي په ٢٩مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو له ځانګړو عملياتو وررسته سيمه ييز، ملي او د عامه نظم پوليس رسېدلي او امنيتي وضعيت ښه شوی دی.
دی وايي چې د کابل د سروبي ولسوالۍ له لارې حصارک ته د راغلې لارې امنيت نيول شوی چې له امله يې په حصارک کې هم امنيت ټینګ شوی دی.
ولسوال زياته کړه: ((د حصارک د امنيت خرابوالي د سروبي په لارې پورې تړل شوی و، د هغې لارې امنيت چې ونيول شو، پوستې مو جوړې کړې اوس امنيت خپله ورسره ښه شوی دی.))
د ولسوال د معلوماتو له مخې، حصارک ته پر وخت د مهماتو او اکمالاتو نه رسېدو دغه ولسوالۍ د سقوط تر بريده ورسوله او زياتوي، که همداسې د سروبي لاره خلاصه وي؛ نو پر وينا يې چې هېڅکله به هم د حصارک امنيت خراب نه شي.
د حصارک ولسوال دغه راز وايي چې اوسمهال ټول دولتي مامورين بېرته ولسوالۍ ته ګرځېدلي؛ خو د ولسوالۍ د ټولو ادارو ساختمانونه ړنګ شوي دي.
ملکو خان د روغتيايي خدماتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((کلينک ړنګ شوی، والي ته مې خبر ورکړی دی چې دغه جدي اړتيا لومړی بايد پوره شي، هغه هم راسره ژمنه کړې ده.))
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيالې ډاکټر مقدسه معراج هم تاييد کړه چې د حصارک ولسوالۍ روغتيايي کلينيک په ياده ولسوالۍ کې د جګړې له امله تړل شوی دی.
هغې پژواک ته وويل چې په دې اړه يې هڅې پيل کړې او ډېر ژر به د دې ولسوالۍ د خلکو پر مخ د کلينيک دروازې بېرته پرانيستل شي.
د سيمې قومي مشران هم وايي چې حصارک کې امنيتي وضعيت تر پخوا يو څه ښه شوی؛ خو وايي لا هم اړتيا شته چې د بشپړ امنيت د تامين هڅې ترسره شي.
د حصارک ولسوالۍ د جبارخېلو د قوم يوه مشر محمد نعيم ولاړ پژواک اژانس ته وويل چې ولسوالۍ ته د نوي ولسوال او امنيتي ځواکونو په ورتګ سره وضعيت يو څه ښه شوی دی.
ده وويل، چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د حصارک وضعيت د اندېښنې وړ و؛ خو اوس يې امنيت ته هيله مندي پيدا شوې ده او تمه شته چې بېرته حالات عادي شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن