ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو په ننګرهار کې دوه ملکي وګړي وژلي

وسله والو په ننګرهار کې دوه ملکي وګړي وژلي

author avatar
19 Sep 2016 - 17:05
وسله والو په ننګرهار کې دوه ملکي وګړي وژلي
author avatar
19 Sep 2016 - 17:05

جلال اباد (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): د ننګرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو دوه سپين ږيري چې ملکي وګړي وو، وژلي دي.

د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د يادې ولسوالۍ د سياچو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ناڅرګنده وسله والو دوه سپين ږيري چې غوښتل يې له غني خېلو ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز جلال اباد ته ولاړ شي، په ياده سیمه کې د وسله والو له لوري له موټره ښکته کړل شوي او بيا وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د يادې پېښې د تاييد تر څنګ پژواک ته وويل چې والي سليم خان کندوزى پر دې پېښې خواشينی شوی او اړوندو امنيتي ارګانونو ته يې د پلټنو لارښوونه کړې ده.

نوموړي دغه راز زياته کړه چې د اوو پاکستانيانو په ګډون ١١ تنه د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

د هغه په وينا، ياد کسان هغه مهال ونيول شول، کله چې يې د ډاډسن ډوله او کرولا ډوله موټرونو په وسيله نامعلوم لوري ته لوژستيکي توکې لېږدول.

له نيول شوو کسانو د مګړۍ پلټنې دوام لري .

بلخوا د لغمان ولايت ملي امنيت رياست له لوري د ځانمرګو بريدونو شپږ واسکټونه او نور چاودېدونکي توکي نيول شوي دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې ياد توکي د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د کاکڅ د فرمانخېلو په سيمه کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر مهال ترلاسه شوي.

هغه زياته کړه چې په تر لاسه شويو توکو کې له چاودېدونکو توکو ډک ۶ واسکټونه ۱۲ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ، ۲۰ کيلو ګرامه امونيم نايتريت او پوتاشيم کلورايد، يوه لس ليتره بوشکه چې په مکمله توګه له چاودېدونکو توکه ډکه شوې وه، یو عدد کپسول برقي، ۶ عدده بطرۍ او ۱۲ عدده د انفجار سويچونه شامل دي.

د ځواک په وينا، ياد توکي په يو شاړ او کنډواله هوټل کې د مخالفو وسلوالو له لوري ځای پر ځای شوي و، او پلان يې درلود، چې د ولايت مرکز مهترلام ته يې ولېږدوي.

وسله والو مخالفينو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.