د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په حصارک کې امنیت ښه شوی، خو دولتي خدمات لا هم عادي شوي نه دي

په حصارک کې امنیت ښه شوی، خو دولتي خدمات لا هم عادي شوي نه دي

Sep 19, 2016 - 11:20

جلال اباد (پژواک، ۲۸ وږي ۹۵): د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي چې دغې ولسوالۍ ته د امنيتي ځواکونو په رسېدو او د عملياتو په کېدو سره حالات بېرته عادي شوي او دولتي مامورينو خپل کارونه پيل کړي دي.

د حصارک سرپرست ولسوال ملکو خان د وږي په ٢٩مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو له ځانګړو عملياتو وررسته سيمه ييز، ملي او د عامه نظم پوليس رسېدلي او امنيتي وضعيت ښه شوی دی.

دی وايي چې د کابل د سروبي ولسوالۍ له لارې حصارک ته د راغلې لارې امنيت نيول شوی چې له امله يې په حصارک کې هم امنيت ټینګ شوی دی.

ولسوال زياته کړه: ((د حصارک د امنيت خرابوالي د سروبي په لارې پورې تړل شوی و، د هغې لارې امنيت چې ونيول شو، پوستې مو جوړې کړې اوس امنيت خپله ورسره ښه شوی دی.))

د ولسوال د معلوماتو له مخې، حصارک ته پر وخت د مهماتو او اکمالاتو نه رسېدو دغه ولسوالۍ د سقوط تر بريده ورسوله او زياتوي، که همداسې د سروبي لاره خلاصه وي؛ نو پر وينا يې چې هېڅکله به هم د حصارک امنيت خراب نه شي.

د حصارک ولسوال دغه راز وايي چې اوسمهال ټول دولتي مامورين بېرته ولسوالۍ ته ګرځېدلي؛ خو د ولسوالۍ د ټولو ادارو ساختمانونه ړنګ شوي دي.

ملکو خان د روغتيايي خدماتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((کلينک ړنګ شوی، والي ته مې خبر ورکړی دی چې دغه جدي اړتيا لومړی بايد پوره شي، هغه هم راسره ژمنه کړې ده.))

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيالې ډاکټر مقدسه معراج هم تاييد کړه چې د حصارک ولسوالۍ روغتيايي کلينيک په ياده ولسوالۍ کې د جګړې له امله تړل شوی دی.

هغې پژواک ته وويل چې په دې اړه يې هڅې پيل کړې او ډېر ژر به د دې  ولسوالۍ د خلکو پر مخ د کلينيک دروازې بېرته پرانيستل شي.

د سيمې قومي مشران هم وايي چې حصارک کې امنيتي وضعيت تر پخوا يو څه ښه شوی؛ خو وايي لا هم اړتيا شته چې د بشپړ امنيت د تامين هڅې ترسره شي.

د حصارک ولسوالۍ د جبارخېلو د قوم يوه مشر محمد نعيم ولاړ پژواک اژانس ته وويل چې ولسوالۍ ته د نوي ولسوال او امنيتي ځواکونو په ورتګ سره وضعيت يو څه ښه شوی دی.

ده وويل، چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د حصارک وضعيت د اندېښنې وړ و؛ خو اوس يې امنيت ته هيله مندي پيدا شوې ده او تمه شته چې بېرته حالات عادي شي.

ولاړ په خپلو خبرو کې نوي ولسوال ته سپارښتنه وکړه: ((ولسوال ملکو خان بايد د خلکو د ستونزو اورېدو لپاره د هغوی څنګ ته ورشي، له ولسونو سره دې ښه همکاري ولري، هغوی دې راخپل کړي او کنه نه نو يو ځل بيا به حصارک د سقوط تر بريده ورسيږي.))

دغه راز د دې ولسوالۍ د معروف خېلو د قوم يوه مشر عطاءالله خان هم له پژواک سره په خبرو کې تاييد کړه چې ولسوالۍ کې امنيت تر پخوا ښه شوی دی.

ده وړاندې وويل: ((د ولسوالۍ بازار چې دا څلور مياشتې په کې خلک نه دي ليدل شوي، اوس په کې بيرته دوکانونه پرانستل شوي دي؛ خو زموږ غوښتنه دا ده، چې بايد په بازار کې زيانمنو شويو خلکو ته دې د زيانونو تاوان ورکړي.))

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکي هم وايي چې په حصارک ولسوالۍ کې د ځانګړو کومانډو ځواکونو د عملياتو په پايله کې د دغې ولسوالۍ امنيت تامين شوی دی.

د يادې قول اردو مطبوعاتي مسول جګړن شېرين اقا فقيري پژواک ته وويل چې په حصارک کې لا هم د ملي اردو ځواکونه په چاڼيزو عملياتو بوخت دي او د دغې ولسوالۍ ګڼې سيمې یې د وسله والو له فعاليتونو پاکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د لوی اختر نه يوه ورځ مخکې هغه مهال په حصارک ولسوالۍ کې ووژل شو، چې هلته يې د عملياتو پرمهال موټر په يو ماين برابر شو.

د یادولو وړ ده چې د ننګرهار پر حصارک ولسوالۍ شاوخوا شل ورځې وړاندې وسله والو طالبانو ‌ډله ييز بريد وکړ چې نښتو يې څو ورځو دوام درلود.

د حصارک ولسوالۍ چې د ننګرهار مرکز جلال اباد سره په ۸۰ کيلو مټرۍ کې پرته ده، تر ډيره يې خلک له امنيتي ستونزو کړېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement