د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په پنجشېر کې د پوليسو ليکو ته د ښځو د ورتګ لېوالتيا ډېره شوې

په پنجشېر کې د پوليسو ليکو ته د ښځو د ورتګ لېوالتيا ډېره شوې

Sep 19, 2016 - 15:04

پاراخ (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): په پنجشير کې د ښځينه پوليسو شمېر مخ په ډېرېدو دى او چارواکي د پوليسو په ليکو کې د هغوى شموليت د مېرمنو په تلاشۍ او د مجرمينو په تعقيب کې اړينه چاره بولي.

د پنجشير چارواکي وايي چې په تېر يوه کال کې په دې ولايت کې د ښځينه پوليسو شمېره له درېيو کسانو ١٣ته لوړه شوې او پنځه نورو مېرمنو د پوليسو په ليکو کې د شموليت لپاره نوم ليکنه کړې ده.

د پنجشېر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، هڅې روانې دي، څو پنجشير له تشکيل سره سم ٤٢ ښځينه پوليسې ولري، ځکه چې د ټولنې حساسيتونو ته په پام سره په جينايي قضيو کې چې ښځې په کې ښکېلې وي، د ښځينه پوليسو رول په کې مثبت اغېز درلودلى شي.

د نوموړي په خبره، په پنجشير کې ١٣ ښځينه پوليسې چې دوې يې افسرانې او پاتې سرتېرې دي، په زندان او امنيه قوماندانۍ کې دندې تر سره کوي او د ځينو جينايي قضيو په پلټنه کې ونډه اخلي.

غيرت په دې ولايت کې د ښځينه پوليسو شتون ډېر اغېزمن وباله او ويې ويل چې اړينې اسانتياوې لکه ترانسپورټ، ځانګړې خونې، سفريه او نور د ښځينه پوليسو لپاره چمتو شوي دي.

نوموړې وويل چې ښځينه پوليسې له څلور مياشتينۍ روزنې وروسته د پوليسو ليکو ته شاملېږي.

ده زياته کړه، په ټوله کې په پنجشير کې د پوليسو شمېره ١١١٤تنو ته رسېږي.

د دې ولايت ښځينه پوليسو د پوليسو په توګه د د ندو له اجرا کولو نه خوښې دي.

د پنجشېر د ابشار ولسوالۍ د دوست علي کلي اوسېدونکې ٣٢ کلنه زرمينه له درېيو کلونو راهيسې د ولايت امنيه قوماندانۍ کې د پوليسې په توګه دنده اجرا کوي.

د هغې په خبره، خاوند يې رواني ستونزه لري، لومړى يې اجازه نه ورکوله چې د پوليس سرتېرې په توګه دنده اجرا کړي، خو وروسته يې چې د کورنۍ اقتصادي وضعيت زيات خراب شو، د دې کار اجازه يې ورکړه.

زرمينه چې دوه زامن او دوې کوچنۍ لوڼې لري او ښوونځى يې نه دى لوستى، وويل چې اوسمهال د کورنۍ لومړنۍ اړتياوې په خپله ١٣زره تنخوا او اضافه کارۍ سره تر يوه ځايه پوره کوي.

د هغې په خبره، د دندې له تر سره کولو خوشحال ده، ځکه چې د تنخوا تر څنګ خلکو ته خدمت هم کوي.

نوموړې د بېلګې په توګه وويل چې يوه ښځه او يو نارينه د دې ولايت د عنابه ولسوالۍ په تاواخ سيمه کې د وژنې په يوه قضيه کې تورن پېژندل شوي وو، خو ښځې نارينه پوليس ته اجازه نه ورکوله چې ويې نيسي.

زرمينې زياته کړه: ((زه چې لاړم په خوږه او نرمه ژبه مې هغه ونيوله، ځان يې راته تسليم، له وژنې درې ورځې تېرې وې، خو نارينه پوليسو دغه ښځه نه شوى نيولى.))

دغې مېرمنې وويل چې د دندې پرمهال له کومې ستونزې سره نه ده مخامخ شوې او د ځان په اړه د خونديتوب احساس کوي.

ګل اندامه يوه بله کونډه مېرمن ده چې ښوونځى يې نه دى لوستى، خو د پوليسو په برخه کې له څلور مياشتينۍ روزنې وروسته له يوه کال راهيسې په دې ولايت کې د ښځينه پوليسې په توګه دنده اجرا کوي.

دغه مېرمن چې د پنجشير د مرکز اوسېدونکې ده، د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ په دروازه کې د ښځو د تلاشۍ دنده ور په غاړه ده.

هغې زياته کړه: ((ښه امنيت او د کار د زمينې مساعدوالى د دې سبب شو چې پوليسو کې شامله شم، خوښه يم، تنخوا مې بسنه کوي.))

نوموړي د پوليسو په ليکو کې د ښځو شتون مهم وباله او ويې ويل: ((د پنجشېر په بازارک کې يوه نجلۍ له خپل کوره تښتېدلې وه، لاړو چې د ښځو چارو رياست ته يې راولو، لومړى د پوليسو موټر ته نه اوچتېده، کله چې مې چې ورسره خبرې وکړې، خوشحاله شوه او موټر ته وختله، په ډېرو قضيو کې چې ښځې په کې شاملې وې، که چېرته ښځينه پوليسې نه وي، کورنۍ يې او خپله دوى پوليسو ته ځان نه سپاري.))

هغې زياته کړه: ((ښځې نارينه پوليسو ته اقرار نه کوي، خو کله چې زه د يوې ښځينه پوليسې په توګه ورسره خبرې کوم، هر څه راته وايي او کله چې قضيه روښانه شوه، د پوليس کار اسانه کېږي او قانوني کړنې تر سره کوي.))

د پنجشېر د مرکز اوسېدونکې څلوېښت کلنه سارا هم په دې ولايت کې د پوليس سرتېرې په توګه دنده ترسره کوي.

هغې په دې اړه وويل: ((خاوند مې اجازه راکړه چې پوليسه شم، هېڅ ستونزه نه لرم، سهار اته بجې راځم، مازيګر څلور بجې رخصتېږم، زموږ هر څه له نارينه پوليسو جلا دي، له پوليسۍ سره مې لېوالتيا درلوده، مېرمنې تلاشي کوم او کله کله که اړتيا پېښه شي، د جرمي قضيو د تعقيب لپاره ځم، موږ له خلکو او خلک له موږ خوښ دي.))

د پنجشېر د ښځو چارو مشره عاليې عطايي وويل چې دغه رياست له نورو اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ هڅه کوي چې په دې ولايت کې د ښځينه پوليسو شمېر لوړ کړي، ځکه چې ډېره اړتيا ورته ليدل کېږي.

هغې وويل چې په دې رياست کې پنځو نورو ښځو هم پوليسو ته د شموليت فورمې ډکې کړي او د رياست له لوري امنيه قوماندانۍ ته ور پېژندل شوې دي.

عطايي وويل چې په دې ولايت کې د ښځينه پوليسو د شمېر زياتېدو سره د ښځو يوه شورا هم جوړه شوې، څو د ښځينه پوليسو سره د همکارۍ له لارې د ښځو د ستونزو د حل په برخه کې اقدامات وکړي.

د هغې په خبره، ټاکل شوې چې د دې ولايت شپږ ښځينه پوليسې شپږ مياشتينۍ مسلکي روزنې لپاره ترکيې ته واستول شي.

ظريفه يوه بله ځوانه نجلۍ ده چې د رخه ولسوالۍ له شصت کلي يې د پوليسو ليکو ته د شموليت فورمه ډکه کړې ده.

هغې وويل: ((زموږ د کورنۍ ټول غړي نظاميان دي، ټول خوښوو چې پوليس شو، کورنۍ اجازه راکړې ده، ستونزه نه لرم، که چېرته مې ترکيې ته هم واستوي، ځم، تر دولسم ټولګي مې درس ويلى، د پوليس افسرۍ سره زياته لېوالتيا لرم، غواړم چې له همدې لارې ټولنې ته د خدمت مصدر شم.))

د هغې په خبره، په دې ولايت کې نورې نجونې هم لېواله دي چې د پوليسو ليکو ته شاملې شي، خو ځينو ته يې کورنۍ اجازه نه ورکوي.

د دې ولايت اوسېدونکي د پوليسو په ليکو کې د ښځو د کار په اړه متفاوت نظرونه لري.

د پنجشېر د شُتل ولسوالي د مرکز اوسېدونکي محمد شاه عظيمي وويل: ((موږ په کور کې کومه ځوانه نجلۍ نه لرو، که نه ټولنې ته خدمت دى، د پوليسو په ليکو د پوليسو شموليت په حقيقت کې هغه پوليسه مېرمن ده چې په جينايي قضيو کې له ښځو پلټنې کوي او مرکې ترې اخلي، پنجشېر مو ګډ کور دى او موږ څه ستونزه نه لرو، خو له ولايت نه بهر د کار اجازه نه ورکول کېږي.))

د پنجشېر د دويمې حصې ولسوالۍ د عبدالله خېلو سيمې اوسېدونکي جمال الدين وويل چې اقتصادي ستونزې لري، خو که چېرته څوک د خپلې لور د وزن په اندازه سره زر هم ورکړي، نو لور ته به يې اجازه ورنه کړي چې پوليسه شي.

هغه د پوليسو په ليکو کې د ښځو شموليت بې غيرتي وبلله او وويل، نه غواړي چې لور يې پوليسه شي او له نارينه پوليسو سره يو ځاى کار وکړي.

د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، د هېواد په کچه نږدې ٢٩٠٠ ښځينه پوليسې لري، خو ټاکل شوې چې دا شمېره په لومړۍ قدم کې ٥٠٠٠ او په راتلونکې کې لسو زرو ته لوړه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement