ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد- تورخم پر لاره ترافیکي پېښه کې درې کسان مړه شوي

د جلال اباد- تورخم پر لاره ترافیکي پېښه کې درې کسان مړه شوي

author avatar
20 Sep 2016 - 09:30
د جلال اباد- تورخم پر لاره ترافیکي پېښه کې درې کسان مړه شوي
author avatar
20 Sep 2016 - 09:30

جلال اباد (پژواک، ٣٠ وږى ٩٥): د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي دي.

بلخوا د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د يوې بلې ترافيکي پېښې له امله په ولسي جرګه کې د ننګرهار وکيل حاجي حضرت علي ټپي شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږیاڼي د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې یوه ترافیکي پېښه نن سهار د تورخم- جلال اباد پر لويه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ د  شينوارو کلا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د سپرليو ټوډي او هينو ډوله موټرو ټکر کړی چې له امله يې د ټوډي درې سپرلي چې دوه يې وروڼه وو، مړه شوي دي.

د والي وياند وويل چې په وژل شوو کې دوه تنه د روداتو ولسوالۍ او يو بل يې د هسکې مينې ولسوالۍ اوسېدونکي وو او له تورخم څخه د کابل پر لور روان وو.

خوږياڼي د يادې پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړندی تګ په ګوته کړ.

د يو بل خبر له مخې، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي حضرت علي هم په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوى دى.

د هغه د کورنۍ يوه غړي پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه وړمه ورځ د کابل– جلال اباد پر لويه لاره رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې حضرت علي اوس د کابل په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.