جلال اباد (پژواک، ۳۰ وږی ۹۵): د ننګرهار له عمومي محبس څخه د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د يوې ښځې په ګډون پر بېلابېلو جرمونو کې نيول شوي ١٤ کسان خوشې شول.
د ننګرهار د محبس امر سمونوال مير حضرت ستانکزي د وږي په ۳۰مه د يادو کسانو د خوشې کېدو په مراسمو کې وويل چې دغه کسان د کوچني اختر په مناسبت د ولسمشر محمداشرف غني د ۵۵ ګڼې فرمان له مخې خوشي شول.
هغه زياته کړه چې نيول شوو بېلابېل جرمونه ترسره کړي وو خو د ولسمشر د فرمان له مخې ازاد شول.
دی وايي چې د ولسمشر له دغه فرمان سره سم د شاوخوا ۱۰۰ نورو زندانيانو دوسيې هم مرکز ته استول شوې او ډېر ژر به له بنده ازاد شي.
بلخوا د ننګرهار محبس د زندانيانو د خوشې کېدو د دوسيو د څېړنو څارنوال، څارنمل لعلبر سليم پژواک ته وويل چې د يادو کسانو په دوسيو کې هېڅ کومه درغلي نه ده شوې او ټولې دوسيې د فرمان مطابق چمتو شوې دي.
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي اقرارالله چې په يادو بنديانو کې شامل و، له پژواک سره د خبرو پر مهال خوښي وښوده چې له بنده ازاد شوى دى.
نوموړي د محبس له مسوولينو مننه وکړه چې له دوی سره يې د بند پر مهال ښه چلند کړی دی.
د يادونې ده، اوسمهال په ننګرهار محبس کې د ۳۰ ښځو په ګډون ۱۵۱۰ کسان بنديان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن