ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار د پاکوالي عمومي حشر پيل شو

د کابل ښار د پاکوالي عمومي حشر پيل شو

author avatar
22 Sep 2016 - 19:11
د کابل ښار د پاکوالي عمومي حشر پيل شو
author avatar
22 Sep 2016 - 19:11

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٥): د کابل ښار د پاکوالي په موخه  د دغه ښار په ټولو ناحيو کې عمومي حشر پيل شو، چې ياد حشر به تر راتلونکو لسو ورځو پورې دوام وکړي.

 د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، چې دغه پروګرام د اختر په ورځو کې د ښار د پاک کارۍ او د انبار شوو کثافاتو د لېږد په موخه پيل شوى چې په کې د ښاروالۍ دوه زره کارکوونکي هم شرکت لري.

 د کابل ښاروالۍ د عمومي تنظيف مشر انجنير تواب احمدي وايي، چې په ياد عمومي حشر کې د سل زره ټنه کثافاتو د لېږد په موخه د کابل ښاروالۍ له ١٨٠ زيات موټر او دغه راز د ټولګټو وزارت ٢٠ ډېر بار لېږدونکي موټرونه؛ د کابل ښار د ٢٢ ناحيو په واک کې ورکړل شوي دي.

 د کابل ښاروالۍ ياد چارواکي زياته کړه، چې په تېره مياشت کې د رخصتيو او د خځلو د لېږد موټرونو کموالي له امله د کابل ښار په ډېرى سيمو کې ښځلې او کثافات انبار شوي دي.

 د کابل ښاروالۍ د تنظيف عمومي مشر د دې خبرې په څرګندولو سره چې د کابل ښار د شپږ ميليون نفوس لپاره يواځې ٣٥٠٠ پرسونل او ٣٠٠ موټرونه بسنه نه کوي او زياته يې کړه: "د کابل ښار د پاک کارۍ لپاره ١٥ زره پرسونل او دوه زره موټرونو ته اړتيا ليدل کېږي."

 نوموړي د ښار اوسېدونې فرهنګ د رعايتولو او پاک کارۍ په برخه کې د خلکو رول د پام وړ وباله او زياته يې کړه، ترڅو چې خلک په کارۍ کې ونډه ونه لري، خځلې به ترې پاکې نه شي.

 د تنظيف عمومي مشر د کابل له اوسېدونکو وغوښتل، چې د خپلو کورونو خځلې او کثافات په خپلو ټاکل شوو ځايونو کې واچوي، څو د يادې ادارې کارکوونکي يې ژر تر ژره ولېږدوي

 هغه وويل، چې د تنظيف رياست کارکوونکي هره ورځ د کثافاتو د لېږد لپاره په دريو شفټونو کې خپله دنده ترسره کوي.

د کابل ښاروالۍ د تنظيف رياست يوه کارکوونکي محمدرضا پژواک خبري اژانس ته وويل، پر دې سربېره چې معاشونه يې ډېر کم دي، خو بيا هم په رښتينولۍ سره کار ترسره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.