ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد کې يو تفريحي پارک جوړ شو

په جلال اباد کې يو تفريحي پارک جوړ شو

author avatar
22 Sep 2016 - 17:16
په جلال اباد کې يو تفريحي پارک جوړ شو
author avatar
22 Sep 2016 - 17:16

جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۵): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ٢٣ ميليونو افغانيو په مالي لګښت يو تفريحي پارک جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.

د محمد موسى شفيق په نامه د دې پارک د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، دغه پارک د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ۲۳ ميليونو افغانيو په مالي لګښت د دوهمې ناحيې په لس جريبه ځمکه کې په اساسي ډول د نهو مياشتو په موده کې جوړ شوی دی.

نوموړي له ښاريانو غوښتنه وکړه، ترڅو له ياد شوي پارک څخه سالمه ګټه واخلي او په ساتنه کې يې د ښاروالۍ له کارکوونکو سره مرسته وکړي.

دى وايي:(( په دغه پارک کې د ماشومانو، ځوانانو په ځانګړي ډول د زده کوونکو لپاره د مطالعې لپاره بشپړ سهولتونه برابر شوي دي.))

د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان وويل، هڅه يې پيل کړې، ترڅو په دغه ښار کې ټول زيانمن شوي او نوي پارکونه په اساسي ډول د خصوصي سکتور په همکارۍ جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپاري.

هغه د پارک ساتلو په اړه وويل، دمګړۍ يې د دويمې ناحيې ودانۍ همدلته په دې خاطر جوړه کړې، چې د پارک ساتنه وکړي.

د سيمې اوسېدونکي د دغه پارک د جوړېدو له امله د جلال اباد له ښاروالۍ خوښ برېښېدل او په وينا يې، ياد پارک به د سيمې د ښېرازۍ ترڅنګ خلکو ته د تفريح زمينه هم برابره کړي.

ډاکټر اسدالله ښالېز چې پارک ته څېرمه يې کور درلود، پژواک سره په خبرو کې وويل: ((دلته به پخوا چټلۍ پرتې وې، دوړې به وې او خلکو ته به يې ډېر روغتيايي زيانونه اړول؛ خو اوس به ورته خلک د مطالعې لپاره راځي، تفريح به کوي او له دغې شنې ساحې به خوند اخلي.))

بلخوا د پارک په منځ کې د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د دوهمې ناحيې لپاره جوړه شوې ودانۍ، چې په شپږ بسوې ځمکه کې جوړه شوې وه، هم ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه.

د جلال اباد ښاروال وايي، ياده ودانۍ د ښاروالۍ د درې نيم ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو مياشتو په موده کې جوړه شوې ده.

د حميدالله افغان د معلوماتو له مخې، په دغې ودانۍ کې څلور دفتري خونې، يو دهلېز، د غونډو يو تالار او نور اړين ملحقات شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.