ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هر هغه وزير او ريييس چې د پراختيايي بوديجې د لګولو وړتيا نه لري بايد صلب صلاحيت شي”

“هر هغه وزير او ريييس چې د پراختيايي بوديجې د لګولو وړتيا نه لري بايد صلب صلاحيت شي”

author avatar
24 Sep 2016 - 17:18
“هر هغه وزير او ريييس چې د پراختيايي بوديجې د لګولو وړتيا نه لري بايد صلب صلاحيت شي”
author avatar
24 Sep 2016 - 17:18

کابل ښار(پژواک، ٣ تله ٩٥): ولسي جرګه وايي چې د هغو وزيرانو او خپلواکو ادارو د مشرانو په اړه به تصميم ونيسي چې په روان کال کې يې تر ټولو کمه پراختيايي بوديجه لګولې ده.

په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازي مير داد خان نجرابي په ننۍ ناسته کې په ځينو ادارو کې د تر ټولو کمې پراختيايي بوديجې د لګولو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل:(( زياتو بوديجوي واحدونو د خپلې پراختيايي بوديجې له ٣٠ سلنې کمه بوديجه لګولې ده.))

نوموړي د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل چې د روان کال لپاره د بوديجې د لګښت سلنه وټاکي چې پر بنسټ يې هره اداره چې د پراختيايي پروژو د پلي کولو وړتيا نه لري، چارواکي يې له واکه لرې کړل شي.

نجرابي د پراختيايي بوديجې نه لګول د افغانستان د خلکو په حق کې يوه جفا وبلله او زياته يې کړه:((هر وزير او رييس چې د پراختيايي بوديجې د لګولو وړتيا نه لري، بايد له واکه لرې کړل شي.))

 د ولسي جرګې مشرعبدالرووف ابراهيمي هم د بوديجوي واحدونو د تر ټولو کمې پراختيايي بوديجې د لګښت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د جرګې دايمې کميسيونونو ته په اشارې سره وويل:((د بوديجوي واحدونو مشران جرګې ته را وغواړئ او د پراختيايي بوديجې د نه لګولو په اړه يې وپوښتئ، که يې ځواب منطقي نه وو، نو خپلو کورونو ته يې ولېږئ.))

هغه زياته کړه چې په روان کال کې تر ټولو کمه پراختيايي بوديجه لګول شوې او بوديجوي واحدونه د پراختيايي بوديجې د لګښت لپاره اړين ظرفيت نه لري، په دې اړه اسناد او شواهد شته.

د ولسي جرګې د مشر په خبره، د افغانستان د خلکو د لاسنيوي لپاره به هغه چارواکي بې واکه کړي چې د چارو لازمه وړتيا نه لري.

 نوموړي همدارنګه زياته کړه:(( ولسمشر د ملي شورا له غړو سره په ناسته کې ژمنه وکړه چې د بروکسل له ناستې وروسته به د هغو لټو وزيرانو په اړه تصميم ونيسي چې کاري وړتيا او د پراختيايي پروژو د پلي کولو وړتيا نه درلوده.))

د ابراهيمي په خبره، د ولسي جرګې غړي د بروکسل تر ناستې پورې وخت لري، خو هغه بوديجوي واحدونه وپېژني چې د پراختيايي پروژو د پلي کولو وړتيا نه لري.

د ولسي جرګې د مالي او بوديجوي کميسيون د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال ٥٠ بوديجوي واحدونه د دولت په چوکاټ کې شته چې هر کال ورته پراختيايي بوديجه په پام کې نيول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.