ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي تړون ملي پروګرام پرانېستل شو

د ولسي تړون ملي پروګرام پرانېستل شو

author avatar
25 Sep 2016 - 14:27
د ولسي تړون ملي پروګرام پرانېستل شو
author avatar
25 Sep 2016 - 14:27

کابل (پژاک، ٤ تله ٩٥): د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې کليو، لرې پرتو سيمو او ښارونو ته د بنسټيزو خدمتونو د وړاندې کولو پروګرام (Citizen Charter)   يا ولسي تړون د ملي يووالي حکومت مشرانو په شتون کې پرانيستل شو.

د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، چې په ارګ کې يې د دغه پروګرام پرانیستې ته خبرې کولې، وويل ، د خوښۍ ځاى دى چې د ملي يووالي حکومت ژمنې عملي بڼه خپلوي، د ولسي تړون پروګرام د دې ژمنو يوه برخه ده او که چېرته خلک د همدې پروګرام په روڼتيا او مخکې وړلو کې همکاري ونه کړي، نو پروګرام به ناکام شي.

هغه ټينګار وکړ چې د دغه پروګرام بريا د خلکو له همکارۍ سره تړلې، د دې تر څنګ په ياد پروګرام کې د خلکو او دولت دوه اړخيزه همکاري اړينه ده او نړيواله ټولنه د خپلو وګړو له ماليو نه د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي او تمه ده چې دا پيسې په سمه لاره ولګول شي.

د ماليې وزير اکليل حکيمي په دې ناسته کې وويل چې د ولسي تړون ملي پروګرام له زياتو هڅو وروسته نن په رسمي ډول پرانيستل شو.

د ماليې وزير په خبره، دا پروګرام په راتلونکو لسو کلونو کې په ټول هېواد کې پلى کېږي، په لومړي پړاو کې د هېواد يو په درې برخه په ٣٤ ولايتونو کې تر پوښښ لاندې نيول کېږي.

هغه زياته کړه: ((د کليو او لرو پرتو سيمو سوکالي او په ټول افغانستان کې د ملت او حکومت تر منځ د اړيکو ټينګولو او باور فضا رامنځته کولو له لارې پر ځان بسياينه د ملي يووالي حکومت له بنسټيزو موخه ګڼل کېږي او د ولسي تړون پروګرام موږ دې موخو ته رسوي؛ ځکه چې دا پروګرام له خلکو سره د حکومت اړيکه تعريفوي.))

حکيمي وويل چې ولسي تړون د خلکو پروګرام دى، بوديجه يې د پراختيايي شوراګانو له لوري لګول کېږي، حکومت د خلکو له ستونزو او اړتياوو په بنسټيز ډول خبرېږي، اوري يې او خلک هم بايد د خپلو ستونزو په پېژندلو کې له حکومت سره همکار وي او ددغه ملي پروګرام نوښت خلک په لاس کې واخلي.

وزير زياته کړه چې د دغه پروګرام بوديجه يو ميليارد امريکايي ډالر وړاندوينه شوې او په ټوليز ډول د لومړيو څلورو کلونو لپاره له يو ميليارد ډالرو نه د ٦٣٠ ميليون ډالرو وړاندوينه شوې ده چې اوس مهال شته دي.

هغه وويل چې دغه پرګرام د خلکو او حکومت تر منځ يو مشارکت دى او موخه يې دا ده چې بېوزلي کمه او د خدمتونو وړاندې کولو کچه لوړه شي.

نوموړي زياته کړه: "د ولسي تړون پروګرام اهميت په دې کې دى چې ټول خلک لکه ښځې، نارينه، ماشومان، ځوانان، په ځانګړي ډول بېوزلي، معلولين، کونډې ښځې، بې ځايه شوي او ګډوال ترې ګټه اخيستلى شي.))

هغه وويل چې دغه پروګرام پر کليو او لرو پرتو سيمو سربېره د ښارونو په کچه هم پلى کېږي او دغه پروګرام يواځې د يوه وزارت نه، بلکې يو ملي پروګرام دى چې د ګڼو وزارتونو ادارې به په کې فعال رول ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.