ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت له “جنبش روشنايي” سره د خبرو اترو لپاره د چمتووالي اعلان وکړ

حکومت له “جنبش روشنايي” سره د خبرو اترو لپاره د چمتووالي اعلان وکړ

author avatar
26 Sep 2016 - 14:40
حکومت له “جنبش روشنايي” سره د خبرو اترو لپاره د چمتووالي اعلان وکړ
author avatar
26 Sep 2016 - 14:40

کابل ښار (پژواک، ٥ تله ٩٥): حکومت د "جنبش روشنايي" له اعتراض کوونکو څخه چې د لاريون پر ځاى يې له حکومت سره خبرو اترو لار غوره کړې ده، هرکلى وکړ او له نورو اعتراض کوونکو څخه هم غواړي څو له دغه بهير څخه ملاتړ وکړي.

هغه خبرپاڼه چې د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي چې د ملي يووالي حکومت د باميانو برېښنا په اړه مدني اعتراضونو  له پيل څخه  او مدني خوځښتونو ته په درناوي، تل د خلکو له لوري مطرح شوو غوښتنو په اړه له خلکو سره د خبرو اترو لپاره چمتو دى.

سرچينې زياته کړې ده چې په تېرو لاريونونو کې د ملي يووالي حکومت په هره کچه پلاوي د اعتراض کوږنکو په ادرس ور استولي دي، پر يادو مسايلو د بحث لپاره يو ځل بيا خپل چمتووالي اعلان کړى دى.

د ملي يووالي حکومت، د "جنبش روشنايي" له هغوو کسانو څخه چې خبرو اترو ته يې لومړيتوب ورکړى مننه وکړه او له نورو معترضينو څخه يې هم غوښتنه وکړه څو له دغه بهير څخه ملاتړ وکړي، د بشر حقونو خپلواک کمېسيون، د ملګرو ملتونو سازمان استازي دفتر او يو شمېر نورو مدني بنسټونه د حکومت او روشنايي جنبش ترمنځ د خبرو اترو هرکلى کوي.

جمهوري رياست، د دې موضوع په څرګندولو سره د هر ډول خبرو اترو لپاره د چمتووالي اعلان کوي او ويلي يې دي چې حکومت د ټولو ښاريانو ښاري حقونو ته د درناوي ترڅنګ، د هېواد موجوده شرايطو ته په پام سره د مدني فعاليتونو او قانوني اعتراضونو له لارې د خپلو غوښتونو وړانديز او يوې ګډې هوکړې ته د رسېدو لپاره، خبرې اترې تر ټوله مناسبه او ارزانه انتخاب وباله.

د يادونې ده، جنبش روشنايي له ترکمنستان څخه د ٥٠٠ کيلوواټه وارداتې برېښنا مزې د پروان ولايت سالنګ مسير پر ځاى له باميانو څخه کابل ته د غځېدو غوښتنه کوي.

دولت اعلان کړى چې د دې پروژې لورى نه بدلوي؛ خو د باميانو برېښنا اړتيا د بل لين په غځولو سره پوره کوي، دولت د برېښنا اړتيا لرې کولو بوديجه تصويب کړې ده، ددې پروژې لومړني کارونه هم پيل شوي دي او ټاکل شوې چې تر ١٣٩٨ کال پورې سره ته ورسېږي.

ټاکل شوې ده چې  سبا (تلې شپږمه) جنبش روشنايي کابل ښار کې يو ځل بيا پراخ لاريون ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل عمومي ګارنيزيون قوماندانۍ هر ډول لاريون او غونډې منع اعلان کړي دي او وايي که د جنبش روشنايي له لوري هر ډول خوځښت رامنځ ته شي چې په ترڅ کې يې مرګ ژوبله او زيان واوړي، مسوولينو او پلان کونکو سره به يې قانوني چلند وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.