ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له افغانستان څخه  هر کال ٢٠ زره بهرني ګرځندويان ليدنه کوي”

“له افغانستان څخه هر کال ٢٠ زره بهرني ګرځندويان ليدنه کوي”

author avatar
27 Sep 2016 - 19:11
“له افغانستان څخه  هر کال ٢٠ زره بهرني ګرځندويان ليدنه کوي”
author avatar
27 Sep 2016 - 19:11

 کابل (پژواک ٦ تله ٩٥): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې په يو شمېر ولايتونو کې له نا امنيو سربېره هر کال ٢٠ زره ګرځندويان له افغانستان ليدنه کوي.

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند هارون حکيمي دغه موضوع نن د ګرځندويى نړيوالې ورځې په مناسبت، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ياده کړه.

 هغه وويل، په يو شمېر ولايتونو کې له نا امنۍ سربېره بيا هم يو شمېر کورنيو او بهرنيو ګرځندويانو ته د افغانستان ليدنه د اهميت وړ ده، چې دوى د هېواد له بېلابېلو ولايتونو ليدنه کوي.

 حکيمي زياته کړه: "افغانستان ډېرې ګرځندويه جاذبې لري او په وروستيو کلونو کې له هېواد څخه د ليدونکو ګرځندويانو شمېر زيات شوى او اوسمهال هر کال ٢٠ زره ګرځندويان له هېواد څخه ليدنه کوي."

 د ياد وزارت د وياند په وينا، د يادې اندازې بهرنيو ګرځندويانو سفر د دې لامل شوى چې د هېواد د بېلابېلو سيمو خلک له دغې لارې يو ميليارد افغانۍ عايد ترلاسه کړي، چې له يادې اندازې يې ٢٠ ميليون افغانۍ د دولت خزانې ته ځي .

 هغه وويل، چې ياد شمېر بهرني ګرځندويان له کابل، باميانو، هرات، بلخ، سمنګان، کندهار، غزني، ننګرهار، پروان ولايتونو او د هېواد له يو شمېر نورو سيمو ليدنه کوي.

   د حکيمي په وينا، د هېواد ١٠٠ زره اوسېدونکي د ګرځندويۍ په موخه د هېواد نورو ولايتونو ته سفرونه کوي.

 هغه وويل، ټاکل شوې چې ډېر ژر د کابل د نړيوالې ګرځندويۍ انسټيټيوټ د ګرځندويۍ په برخه کې مسلکي کدرونو ته روزنه ورکړي.

دغه راز د ياد وزارت وياند څرګنده کړه، چې ګرځندويانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره به د هېواد په داخل کې هم د ويزې د غځولو اسانتياوې رامنځته شي.

 د هغه په وينا، افغانستان چې د ګرځندويۍ نړيوال سازمان د سويلي اسيا کمېسيون مرستيالي پر غاړه لري او غواړي چې له ياد فرصت څخه په ګټې او همدارنګه د نورو نړيوالو اړوند سازمانونو په همکارۍ په هېواد کې ګرځندويى پرمختګ ته ډېر کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د وړاندې شوو معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه پورې له ياد وزارت څخه ٩٩٩ ګرځندويه شرکتونو او ١٢٠ معياري هوټلونو د کار جوازونه اخيستي او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې فعاليت کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.