پل علم(پژواک،٧ تله ٩٥): د لوګر په مرکز پل علم کې د ماين د چاودنې له امله دوه ماشوم وروڼه و وژل شول او دوه نور ټپيان دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې د مرکز پل علم اړوند د دادو خېلو په سيمه کې د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وويل چې په دې چاودنه کې دوه وروڼه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
صالح ادعا وکړه چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري په دې سيمه کې ځاى پرځاى شوى وو.
د دادوخېلو د کلي يوه اوسېدونکي عبدالحميد پژواک ته وويل چې وژل شوي دواړه وروڼه دي او ټپيان يي د تره زامن دي.
ده وويل: (( دا وژل شوي يو يې ١٢ او بل يې ١٤ کلن دى او ټپيان هم ماشومان دي.))
د هغه په وينا، يادو ماشومانو څاروي څرول چې له دې پېښې سره مخ شول.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
دادوخېل د مرکز پل علم په ٢٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري چې وسله وال طالبان په کې ښکاره فعاليت کوي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي.
په هلمند کې د ٢١٥ميوند قول اردو وياند ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل چې په مرکز لښګرګاه او ګرمسير ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.
هغه وويل چې په دې نښتو کې شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن