باميان (پژواک، ٨ تله ٩٥): د ورېښم لارې اتمه کليزه د انځورونو نندارتون، کنسرت، فلمي نندارې او ورزشي سياليو تر سره کولو سره د ګرځندوى صنعت پراختيا په موخه، نن باميانو ولايت کې ترسره شوه.
دې کاليزه کې چې نن د باميانو سيمه ييزې ادارې په ملاتړ جوړه شوې وه، سلګونو کسانو برخه اخيستې وه.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو مدير احمد حسين احمد پور، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نننۍ کاليزه کې د فلمونو ننداره، د عکسونو ننداره، موسيقي پروګرامونه، د سندرغاړو کنسرت او ورزشي لوبې شامل وې او د دې کاليزې دويمه ورځ به امير بند کې ترسره شي.
هغه وويل: "د داسې تفريحي پروګرامونو ترسره کول به د دې لامل شي چې باميان نور هم وپېژندل شي، څو کورني او بهرني سيلانيان له دې ولايت څخه ليدنه وکړي."
د دې کاليزې يوې ګډونوالې سهيلا د نن ورځې تفريحي پروګرامونه منظم او د ليدلو وړ وبلل او ويې ويل، خلکو ته تر ډېره د سندرغاړو کنسرتونه په زړه پورې وو.
هغې زياته کړه: "د ورېښم لارې کاليزې پروګرامونو ښه توب دا دى چې د ټولو پرمخ پرانيستي دي او هېڅ محددويت په کې نشته."
د باميانو ولايت وياند عبدالرحمن احمدي وويل چې دا کاليزه د باميانو سيمه ييزې ادارې له لوري جوړه شوې وه.
نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې دې کاليزه کې به ١٠ هنرمندان خپل هنرونه نندارې ته وړاندې کړي، زياته کړه: "ټولو پروګرامونو کې ګډون وړيا دى او ټول ښاريان په کې ګډون کولى شي."
د ورېښم لارې کاليزه، هر کال باميانو کې د ګرځندوى صنعت پراختيا او د ياد ولايت اوسېدونکو د تفريح لپاره ترسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن