کندهار (پژواک، ٨ تله ٩٥): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ٢ نور ټپيان دي.
پېښه نن سهار اته بجې د يادې ولسوالۍ په چشمو سيمه کې شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د تلې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د يوې کورنۍ ٤ غړي چې په يوه کرولا موټر کې سپاره وو، د ولسوالۍ مرکز ته په لار کې ورباندې د ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ٢ نور ټپيان شوي او موټر ويجاړ شوى دی.
د ده په خبره، له پېښې سمدستي وروسته پوليس سيمې ته رسېدلي او ټپيان يې روغتون ته لېږدولي دي.
دى وايي، ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
په دې وروستيو کې د ماين د چاودنو پېښې ډېرې شوې چې ورسره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره هم لوړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن