کابل (پژواک، ۹ تله ۹۵): د کابل د شاهین اسمایي لوبډلې د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پای لوبه کې د کندهار د میونداتلانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.
دا لوبه نن دتلې به ۹مه، ترغرمې وروسته د کابل د فوټبال په لوبغالي کې ترسره شوه. ددې سیالیو پای لوبې ته د میوند اتلان او د شاهین اسمایي لوبډلو لاره موندله وه.
د لوبې په نیمایي برخه کې هیڅ یوې لوبډلې ګول ونه وهلو او لوبه مساوي وه، خو د لوبې دویمې برخې پیلیدو سره سم دواړو لوبډلو تیزه لوبه پيل کړه او هر یوې د ګول وهلو هڅه کوله. د لوبې په ۵۱مه دقیقه کې د میوند اتلانو لوبغاړي تیروتنه وکړه، چې له امله یې د شاهین اسمایي لوبغاړی امر الدین شریفي په پنلټي شوټ لومړی ګول ووهلو.
درې دقیقې وروسته د میوند اتلانو له لوري هم په پنلټي یواځینې ګول سید ابراهیمي ووهلو او لوبه یې برابره کړه.
د لوبې په اوه پنځوسمه دقیقه د شاهین اسمایی شریفي دویم ګول ووهلو او لوبه یې دوه پر یو کړه او دا تر اخره پورې پاتې شوه او په بای کې د شاهین اسمایي لوبډلې ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.
د لوبې په بای کې د اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمیر نورو چارواکو لخوا پر لوبغاړو او لوبډلو کپونه او مډوالونه وویشل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن