ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولتي ادارو کې لاهم ١٥زره تش بستونه شته

دولتي ادارو کې لاهم ١٥زره تش بستونه شته

author avatar
1 Oct 2016 - 19:48
دولتي ادارو کې لاهم ١٥زره تش بستونه شته
author avatar
1 Oct 2016 - 19:48

کابل (پژواک،١٠ تله ٩٥): لا هم په داسې حال کې دولتي ادارو کې ١٥زره بستونه تش دي چې ولسي جرګې شپږ مياشتې وړاندې له حکومت څخه غوښتنه کړې وه، څو وړ کسان خالي بستونو کې وګوماري.

د اداري اصلاحاتو کمېسيون د روان کال وږي مياشت کې ويلي و، چې کابو ٢٥زره بستونه مختلفو دولتي ادارو کې تش دي چې ٥٠ سلنه يې د پوهنې وزارت کې دي.

د عامې روغتيا وزارت د ٢٠٩٦ خالي بستونو په درلودو دويم کتار کې ځاى لري.

ولسي جرګې په هېواد کې د ځوانانو وزګارتيا ته په پام سره، له حکومت څخه په کلکه غوښتنه وکړه، څو په شرايطو برابر کسان دې بستونو کې وګوماري.

يادې جرګې نن د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو، پوهنې او عامې روغتيا وزيران و د اداري اصلاحاتو کميسيون مشر جرګې ته ورغوښتي وو، څو په دې اړه معلومات ورکړي.

د کار او ټولنيزو چارو وزيرې نسرين اورياخيل د نن ورځې غونډه کې حاضر وه، خو د پوهنې، عامې روغتيا وزيرانو پرځاى سرپرستان او د اداري اصلاحاتو کمېسيون سرپرست غونډې ته حاضر شوي وو.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره هندوستان ته تللى او د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز د هېواد يوه ولايت ته سفر کړى دى.

د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستيال سيدحميدالله چې نننۍ غونډه کې حاضر و، وويل  چې روان کال کې دې وزارت کې څه باندې ٩زره کسان تشو بستونو کې ګومارل شوي دي، خو نږدې څلور زره بستونه اوس هم له دې امله تش دي چې يا له شرايطو سره برابر کسان  نه شته او يا هم د امنيتي ستونزو له امله څوک ولايتونو کې دندې ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي وويل چې تش بستونه داوطلبي ته وړاندې شوي دي.

د عامې روغتيا سرپرست او معين احمدجان نعيم هم نن ورځ غونډه کې وويل، چې له ټولټال کابو دوو زرو تشو بستونو څخه، شاوخوا زر بستونه لاهم تش دي، خو اعلان شوي دي.

د اداري اصلاحاتو ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون سرپرست احمدمسعود توخي وويل چې له ټولو ٢٥٧٠٠ خالي بستونو څخه چې کابو شپږ مياشتې وړاندې راپور ورکړل شوى و، لاهم ١٤٦٥٤ بستونه خالي دي.

هغه هم وويل چې يادو بستونو ته د ګومارلو لړۍ دوام لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.