کابل (پژواک، ١١ تله ٩٥): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې د يوه داعشي بريدګر په نيولو سره يې په جلال اباد ښار کې د يوه ځانمرګي بريد مخه نيولې ده.
په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د جميل الرحمن په نوم چې پر ياسر مشهور دى، يو ځانمرګی يې نيولی دى.
سرچينې زياته کړې، دغه کس غوښتل چې د جلال اباد ښار په يوه ګڼه ګوڼه سيمه کې ځانمرګی بريد ترسره کړی چې خپلې ناوړې موخې ته له رسېدو مخکې د ملي امنيت لوی رياست منسوبينو له خوا ونيول شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، نيول شوى کس څلور مياشتې د مخه له داعش ډلې سره يو ځای شوی و او له پوځي او ترهګريزو زده کړو وروسته يې د ننګرهار ولايت په اچين او ده بالا ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې په يو لړ عملياتو کې فعاله ونډه درلوده او په دې وروستيو کې ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و.
ملي امنيت وايي چې د ياد ځانمرګي په نيولو سره د يو شمېر بې ګناه هېوادوالو د مرګ ژوبلې مخنيوی وشو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن