ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ ملکي روغتون د سعودي په مرسته بيارغول کېږي

د کونړ ملکي روغتون د سعودي په مرسته بيارغول کېږي

author avatar
2 Oct 2016 - 11:57
د کونړ ملکي روغتون د سعودي په مرسته بيارغول کېږي
author avatar
2 Oct 2016 - 11:57

جلال اباد (پژواک، ۱۱ تله ۹۵): د عامې روغتيا وزير وايي چې په افغانستان کې يې د عربستان سفارت ته وړانديز کړی چې  د کونړ ملکي روغتون بيا ورغوي او پر عصري طبي وسایلو یې سمبال کړي.

دغه څرګندونې د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز جلال اباد ښار ته د سفر پر مهال د روغتيايي پروژو د پيل پر مهال رسنيو ته وکړې.

هغه زياته کړه چې د کونړ د عامې روغتيا رياست د دغه ولايت د ولايتي روغتون د بيارغولو او تجهيز په اړه پلان جوړ کړی او پرون يې په افغانستان کې د سعودي عربستان سفير ته تسليم کړ.

ډاکټر فيروز زياته کړه: ((کونړيان اوسمهال د روغتيا په برخه کې يو لړ مشکلات لري چې د دغه روغتون په بيارغونه او تجهيز به يې روغتيايي مشکلات تر ډېره حل شي.))

په ورته وخت کې د کونړ د ملکي روغتون رييس ډاکټر محمد فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل چې روغتون يې د ودانۍ له ستونزې سره مخ دی او که چېرته ورته نوې ودانۍ جوړه شي؛ نو ستونزې به يې ورسره حل شي.

هغه وړاندې وويل: ((اوسمهال موږ ښه او عصري تجهيزات لرو، مجرب او مسلکي ډاکټران لرو؛ خو د ودانۍ نشتوالي مو  دغه امکان پر نشت حساب کړی او د خلکو له شکايتونو سره يې مخ کړي يو.))

بلخوا په افغانستان کې د سعودي عربستان سفير مسفر بن عبدالرحمن ال غاصب ژمنه وکړه چې د کونړ ولايت د ولايتي روغتون د جوړېدو دغه پلان به د سعودي حکومت ته ولېږي، تر څو بوديجه يې منظور کړي او بېرته يې راولېږي.

د سعودي سفير ډاډ ورکړ چې د عربستان پاچا او وليعهد له افغانستان سره مرستو ته لېوال دي او دلته د هرې پروژې او غوښتنې لپاره مثبت ځواب ورکوي.

د يادولو وړ ده چې سعودي عربستان پرون په ننګرهار کې هم د پنځه ميليونه ډالرو په لګښت د يو روغتون او يو انسټیټوټ د رغولو پروژې پرانيستې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.