ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر او خوست کې وسله والو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوګر او خوست کې وسله والو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
2 Oct 2016 - 12:10
لوګر او خوست کې وسله والو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
2 Oct 2016 - 12:10

پل علم ، خوست (پژواک، ١١ تله ٩٥): چارواکي وايي چې د لوګر څرخ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې درې طالبان او يوه ښځه وژل شوي او درې ماشومان ټپيان دي او دغه راز خوست کې   پنځو ماين خښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د څرخ ولسوال محمدحنيف حنفي د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام وسله والو طالبانو په مرکز، قلعه نو او ډبر سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي خو امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز هغه وويل چې د همدې جګړې له امله د دې ولسوالۍ د بازار په سيمه کې پر يوه کور د هاوان مرمې لګېدلې چې په ترڅ کې يې يوه مېرمن وژل شوې او درې ماشومان يې ټپيان دي.

ولسوال وايي چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي وضعيت یې ښه دى.

د حنفي په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې د هاوان دغه مرمې د امنيتي ځواکونو او که د طالبانو له لوري توغول شوې ده.

خو د بازار سيمې اوسېدونکي سيد حبيب الله پژواک ته وويل چې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي او يو بل ماشوم يې ټپي دى.

هغه وايي: ((مور يې ناسته وه، پخلی يې کاوه او ماشومان يې تر څنګ ناست وو چې د هاوان مرمۍ لګېدلې، مور او دوه بچيان يې مړه شوي او يو بل بچی يې ټپي دى.))

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ ناوخته د لوګر د مرکز په التمور سيمه کې طالبانو د امنيتي ځواکونو يو ټانګ پر ماين الوځولى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

خو د لوګر چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.