کابل(پژواک،١٢تله٩٥): ولسمشر وايي چې د ګازو او نفتو سرچينې دې له اقتصادي او تخنيکي پلوه و ارزول شي او د يو منظم پلان له مخې دې د ټولو کاني سرچينو سروې وشي.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې دي چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د تلې په١٢مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې غزال حبيب يار "د افغان ـ تاجک نفتي حوزې د هايدروکاربن د کشف او د توليد دوېش" قرارداد بېلابېل اړخونه تشريح کړل.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې وويل، د قراردادي کمپنيو کنسرسيوم (د عربي متحدو اماراتو دراګن ايل، دترکيې تورکيش پټروليم او د افغانستان غضنفر ګروپ) په دغه قرارداد کې تعديل غواړي.
د افغان ـ تاجک حوزه د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې پرته ده او په دوولسو بلاکونو وېشل شوې ده، چې له ازبکستان او تاجکستان سره شاوخوا ۳۶۰کيلومتره ګډه پوله لري.
د دې سيمې قرارداد د ازادې بين المللي دواطلبۍ له لارې د کانونو او پټروليم وزارت او د يادو کمپنيو کنسرسيوم ترمنځ په ۲۰۱۳کال کې لاسليک شوى دى.
دغه راز په دې غونډه کې د ماليې وزير اکليل حکيمي وړانديز وکړ چې ددغو شرکتونو د پانګونو اهميت ته په پام دې يو پلاوی وټاکل شي چې قراردادي کمپنيو سره د قرارداد په تعديل بحث وکړي او د حل لارې يې ولټوي.
د غونډې په پاى کې ولسمشر محمد اشرف غني وويل د دې اړتيا ليدل کېږي چې د ګازو او نفتو سرچينې له اقتصادي او تخنيکي پلوه سمې و ارزول شي او د ارزونو پايلې د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي.
غني وويل چې بايد د يو منظم پلان له مخې د ټولو کانې سرچينو کره سروې ترسره شي او په دې خاطر دې يوه کمېټه جوړه شي تر څو د هېواد د کاني سرچينو ظرفيتونه وسنجوي.
غني ټينګار وکړ چې د هېواد د ټولو کاني زيرمو په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو سرچينې بايد څرګندې نقشې ولري ترڅو مثبته پايله ترې ترلاسه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن