ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو بغلان کې پر څو سيمو بريدونه کړي دي

طالبانو بغلان کې پر څو سيمو بريدونه کړي دي

پلخمري (پژواک،١٢ تله ٩٥): د بغلان سيمه ييز مسوولين وايي چې طالبانو نن له غرمې وروسته دې ولايت کې يو شمېر سيمو باندې بريدونه کړي  او د هېواد له امنيتي ځواکونو سره په جګړه اخته دي.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اميرګل حسين خيل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريدونه نن د مازديګر شاوخوا پنځه بجې پيل شوي دي.

د هغه په وينا، طالبانو د مرکزي بغلان پر ځينو سيمو، قاضي کلي، د صنعتي بغلان اتم سړک او د غوري ډنډ نيازالله کلي کې پلخمري ښار ته څېرمه بريدونه کړي دي او له امنيتي ځواکونو سره په جګړه اخته دي.

د هغه په وينا، دمګړي د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده، خو تر اوسه يې نور جزييات په لاس کې نشته.

همداراز،يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل طالبانو نن مازديګر د پلخمري – مزارشريف لويه لار د نقليه واسطو د تګ راتګ پر مخ و تړله.

د نيازالله کلي يو تن اوسېدونکي بازمحمد پژواک ته وويل  چې جګړه ددې کلي باغ شمال سيمه کې روانه ده او خلک له دې ځاى څخه د تېښتې په حال کې دي.
پلخمري ښار ته څېرمه د شمرق کلي اوسيدونکي محمد علي وويل چې طالبانو د بوغ ابي سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي او د خلکو تګ را تګ يې له ستونزو سره مخ کړى دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.