جلال اباد (پژواک،۱۲تله۹۵): د ننګرهار چارواکي وايي چې اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې ١٣داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ۱۲مه پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا درې بجې د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ١٣ تنه داعش وسله وال وژل شوي.
هغه وويل چې د بريد پرمهال د داعش وسله والو يو ميل دهشکه، يو ميل زيکويک او يو شمېر نورې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
دغه راز هغه وويل، چې نن سهار په ياده ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر ضد عمليات پيل شوي، چې په ترڅ کې به يې يو شمېر سيمې له مخالفينو څخه پاکې شي.
د اچين ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل محمد علي خان، که څه هم د تېرې شپې د هوايي بريدونو په تړاو معلومات نه لري ؛ خو د عملياتو د پيل په اړه يې پژواک ته وويل چې عمليات پيل شوي؛ خو د مرګ ژوبلې او نورو جزيياتو په اړه يې څه ونه ويل.
د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې نن سهار ګڼ شمېر کورني او بهرني ځواکونه دغې ولسوالۍ ته پلي ورغلي او د داعش پر ضد يې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن