ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ناوه ولسوالۍ نه ده سقوط شوې

چارواکي: ناوه ولسوالۍ نه ده سقوط شوې

author avatar
3 Oct 2016 - 09:59
چارواکي: ناوه ولسوالۍ نه ده سقوط شوې
author avatar
3 Oct 2016 - 09:59

تعقيبي-لښکرګاه (پژواک،۱۲تله۹۵):د هلمند چارواکي وايي چې ناوه نه ده سقوط شوې او دې ولسوالۍ ته د امنيت د ټينګښت په موخه تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار يو شمېر نورو هلمندي چارواکو ويلي وو چې ناوې ولسوالۍ سقوط کړى او امنيه قوماندان يې هم وژل شوى دى.

خو د هلمند د والي وياند عمرځواک د تلې په١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناوې ولسوالۍ په ټوليزه توګه نه ده سقوط  شوې، خو امنيه قوماندان يې سمونوال احمدشاه سالم وژل شوى دى.

ځواک وايي:(( ولسوالي په ټولیزه توګه نه ده سقوط شوې، امنیتي ځواکونو تر وروستیو پورې کلک مقامت وکړ، چې وروسته له کندهاره او لښکرګاه څخه د هوايي ځواک په ملاتړ نوي ځواکونه ورته ورسېدل.))

نوموړي زیاته کړه، هلته د هوايي بریدونو په ترڅ کې لسګونه طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان دي.

هغه وويل چې د يادې جګړې پرمهال د ناوې د امنيې قوماندان ترڅنګ درې نور  پوليس هم وژل شوي دي.

ده وويل چې په بولان او باباجي سيمو کې امنيتي ځواکونو ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر طالبان هم وژل شوي دي.

بل خوا د هلمند د ولایتي شورا ریيس کریم خان اتل پژواک ته وويل چې پر ناوې ولسوالۍ د بريد په اړه امنيتي ځواکونو ته مخکې خبر ورکړل شوى و، خو په وخت يې اقدام نه دى کړى.

ده وويل: (( طالبانو اول له چاودېدونکو توکو ډک يو هاموې ټانګ قوماندانۍ ته دننه کړى او بيا يي چاودنه ورکړې ده چې بيا امنيتي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي دي.))

خو  د وژل شوي امنیه قوماندان ورور او د ولسي جرګې غړي عبدالودود پوپل پژواک ته وويل چې د ورور تر وژل کیدو وروسته ولسوالۍ سقوط شوې او امنيتي ځواکونه ترې وتلي دي.

وسله وال طالبان هم د ناوې سقوط تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې د هلمند ناوې ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.