ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز ښار ته څېرمه جګړې زور اخيستى

کندوز ښار ته څېرمه جګړې زور اخيستى

author avatar
3 Oct 2016 - 14:40
کندوز ښار ته څېرمه جګړې زور اخيستى
author avatar
3 Oct 2016 - 14:40

 کندوز( پژواک، ١٢تله  ٩٥): چارواکي  وايي چې پر کندوز ښار د طالبانو بريد کې ٣٥ ملکي او پوځي کسان ټپيان شوي او څو پوستې سقوط شوې دي؛ خو دفاع وزارت ويلي چې امنيتي ځواکونه د کندوز ښار کنټرول په واک کې لري.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر معصوم هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار طالبانو د کندوز ښار پر سه درک او زاخېل کليو بريدونه کړي دي.

 نوموړي ددې مطلب په څرګندولو سره چې طالبانو له څو لورو څخه پر کندوز ښار بريد کړى دى، وويل چې تراوسه طالبانو دوه پوستې نيولې دي او اوس هم کندوز ښار ته څېرمه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو پر کندوز ښار يو ستر بريد پلان کړى دى؛ خو د بريد د په شاتمبولو لپاره زيات شمېر ځواکونه له نورو امنيتي ځواکونو سره جګړه کې ملتيا کوي.

د کندوز حوزوي روغتون مشر ډاکټرنعيم ګل وويل چې له سهار څخه تر اوسه، يو وژل شوى کس  او ٣٥ ملکي او نظامي ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي.

 د کندوز د ولايتي شورا غړي امرالدين ولي وويل چې همدا اوس د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ  درنه جګړه روانه ده او د ښار له بېلابېلو برخو څخه د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د کندوز ولايتي شورا  ياد غړي زياته کړه که کندوز ښار ته تازه دمي او مرستندويه ځواکونه را ونه لېږل شي ، ښايي کندوز ښار يو ځل بيا د طالبانو لاس ته ورشي.

 ملي دفاع وزارت هم وايي چې وسله وال طالبان ، نن د کندوز ښار د استوګنې ځينو سيمو لکه کابل بندر، انګورباغ، د درېيمې حوزې تپه خاکي، باغ شرکت او زرخريد کې د غلو په څېر د خلکو کورونو ته د ننه شوي، ملکي کسان يې ډال ګرځولي او په بلوا او ترهګرۍ يې لاس پورې کړى دى.

خو سرچينه وايي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو د هوايي ځواک په همکارۍ ترهګر ځپلي  او د کندوز ښار امنيتي وضعيت ، په بشپړ ډول د امنيتي ځواکونو تر کنټرول او څارنې لاندې دى.

 د ملي دفاع وزارت په وينا، عملياتي ځواکونه  په احتياط ترهګر تعقيبوي  او ددې ځواکونو يرغليز او تعرضي عمليات د مخالفينو د ځپلو لپاره دوام لري.

د طالبانو ډلې يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د عمري عملياتو په دوام ،طالبانو نن سهار له څلورو استقامتونو څخه پر کندوز ښار تعرضي عمليات پيل کړي دي چې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د نوموړي په وينا، طالبانو تر اوسه د کندوز ښار نواباد سيمه او څو امنيتي پوستې نيولې دي او کندوز ښار ته هم د ننه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.